-
ډونالډ ټرامپ ته د عراق مقاومت ځواکونو خبرداری
حمل 14, 1404 13:00د عراق د سید الشهداء لوا مشر ابوآلاء الولایی د ایران اسلامي جمهوریت په وړاندې د ډونالډ ټرامپ د ګواښونو په ځواب کې ویلي دي چې دوی د ایران ملاتړ کوي.
-
سوریه کې د حماه هوايي ډګر بشپړ ویجاړیدل
حمل 14, 1404 12:59د سوریې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یاد هیواد په مرکز کې د حما پوځي هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم د بمبارۍ له امله تقریبا ویجاړ شوی دی.
-
افغان کډوالو ته د پاکستان لومړي وزیر خبرداری
حمل 14, 1404 12:57د پاکستان کورنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د لومړي وزیر ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې دننه د افغان کډوالو پر وړاندې پر اقداماتو ټینګار وشو په ورته وخت کې د سرپرست حکومت چارواکو په دې هیواد کې د پولیسو لخوا د کډوالو د ځورونې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
-
د ذبیح الله مجاهد لخوا د ورستیو راپورونو ردیدل
حمل 14, 1404 12:56د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو غړو ته د پیسو ورکولو موضوع ته ځواب کې ویلي چې دا پیسې نورو پوځيانو ته هم ورکړل شوې دي.
-
د ازبیکستان دریځ څخه د سرپرست حکومت هرکلی
حمل 14, 1404 12:53د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې کابل له ازبیکستان سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی او دا هیواد د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو ښه پوهه لري. پرون د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات په مرکزي آسیا او اروپايي اتحادیه کې ثبات برابروي.
-
د کوچني اختر ورځو کې ډاډمن امنیت
حمل 14, 1404 12:33د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د کوچني اختر درې ورځې په افغانستان کې له کوم امنیتي ګواښ پرته ونمانځل شوې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 13, 1404 13:36د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د روسیې چلند په اړه د کابل غبرګون
حمل 13, 1404 13:35د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د احتمالي لیرې کولو وروسته د سرپرست حکومت چارواکو دا اقدام د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لور یو ګام او اړین بللی دی.
-
د کابل انتیک فروشي کوڅه؛د افغانستان تاریخ او هنر
حمل 13, 1404 13:34افغانستان داسې ښکلاوې لري چې د لسیزو جګړو له امله یې نړۍ ته د معرفي کېدو مخه نیول شوې ده زموږ خبریال په کابل کې څو ساعته د کابل د لرغونو توکو د هټیو په کوڅه کې تېر کړ او له هغه ځایه یې ځینې انځورونه واخیستل.
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو دوام
حمل 13, 1404 13:32د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې نن سهار د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه یوولس فلسطینیان شهیدان شوي دي په ورته وخت کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دې سیمه کې لږ تر لږه پنځه څلویښت کسان شهیدان شوي دي.