سوریه کې د حماه هوايي ډګر بشپړ ویجاړیدل
حمل 14, 1404 12:59 Asia/Kabul
د سوریې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یاد هیواد په مرکز کې د حما پوځي هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم د بمبارۍ له امله تقریبا ویجاړ شوی دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه بیان کې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونه وغندل.په بیان کې ویل شوي چې د صهیونیستانو هوايي بریدونو په پنځو سیمو کې چې نیم ساعت یې دوام وکړ لسګونه سوریایي سرتیري او ملکي وګړي ټپیان کړل.په ورته وخت کې له دې هیواد څخه راپورونه ښیي چې سلګونه صهیونیستي پوځيان د لسګونو موټرو او ټانکونو سره د سوریې په جنوب کې د درعا ولایت سیمو ته ننوتلي دي.دا ځواکونه د درعا ولایت نوي ښار ته نږدې سیمو ته ننوتل او د جبالیا بند شاوخوا ځنګلي سیمو کې میشت شول.