-
په غزې تړانګه کې د یو بل خبریال شهادت
ثور 23, 1404 14:58د صهیونستي رژیم د جنایتونو په دوام، په غزې تړانګه کې یو فلسطیني خبریال په ناصر روغتون د برید پر مهال شهید شو. د دې خبریال د شهادت سره، د شهید شوو خبریالانو شمېر دوه سوه پنځلس تنو ته ورسېد.
-
د بریتانوي سرتیرو اعتراف ته د سرپرست حکومت غبرګون
ثور 23, 1404 14:56په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو د تورونو له مطرح کېدو کلونه وروسته، د دې ځواکونو یو شمېر پخوانیو غړو دا جنایتونه منلي دي. دې اعترافاتو د افغانستان د سرپرست حکومت غبرګون هم راپارولی دی. ذبیحالله مجاهد ویلي چې دا اعترافات په افغانستان کې د ناټو د شل کلنې دورې د جنایتونه تأیید دی.
-
په کابل کې د جوجیتسو سیالۍ ترسره کېدل
ثور 23, 1404 14:54په کابل کې د جوجیتسو سیالۍ د اته کلبونو څخه د څلوېښت لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
-
تورخم کې د افغانستان او پاکستانې چارواکو ناسته
ثور 23, 1404 14:53د سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ په تورخم ښارګوټې کې یوه ناسته ترسره کړه.
-
هند ته د پاکستان لخوا د کشمیر د اوبو ستونزې د حل په موخه خبرداری
ثور 23, 1404 14:52د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کشمیر کې د اوبو د ستونزې نه حل کېدل کولای شي د اسلامآباد او ډیلي ترمنځ د اوربند لپاره ګواښ وي.
-
محده عربي اماراتو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
ثور 23, 1404 14:50د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې ابوظبي ته سفر کړی، د دوشنبې په ماښام د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره وکتل.
-
د ایران ولسمشر د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدلي
ثور 23, 1404 14:49د ایران ولسمشر په ازبکستان د لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د تهران او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراخول د دواړو هیوادونو هوساینې او په سیمه کې ثبات راولي.
-
د بامیان د اوسپنې په یوه کان کې د ۶۵۰ میلیون ډالرو پانګونه
ثور 23, 1404 14:49د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې یو شمېر کورني پانګوال غواړي د بامیانو ولایت د حاجيګک د اوسپنې په کان کې شپږ سوه پنځوس میلیون ډالره پانګونه وکړي.
-
په افغانستان کې په متوازن پرمختګ د شیعه علماؤ ټینګار
ثور 23, 1404 14:47د افغانستان د شیعه علماوو او قومي مخورو یوه پلاوي د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د دې هیواد د بېلابېلو سیمو د متوازن پرمختګ او بهرنیو مداخلو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.
-
په سوریه کې د صهیونستي رژیم د تجاوز غندنه
ثور 23, 1404 14:34د لبنان د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په یوه وینا کې د صهیونستي رژیم له خوا پر سوریې تېری غندلی او د یو موټي او یووالي لرونکي سوریې غوښتنه یې کړې.