د ایران ولسمشر د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدلي
ثور 23, 1404 14:49 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر په ازبکستان د لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د تهران او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراخول د دواړو هیوادونو هوساینې او په سیمه کې ثبات راولي.
مسعود پزشکیان د عبدالله عارفاف سره په لیدنه کې ویلي چې ایران او ازبکستان په تاریخي، کلتوري او ژبني برخو کې ډېرې ګډې اړیکې لري او جغرافیایي پولې نشي کولی د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ جلاوالی رامنځته کړي.پزشکیان ټینګار کړی چې د دواړو ولسونو د پراخو ګډو اړیکو په تکیه سره د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري او اړیکې په ټولو برخو کې پیاوړې کېدای شي.د ازبکستان لومړي وزیر هم په دې لیدنه کې ویلي چې په دې سفر کې د ایراني چارواکو سره په خبرو اترو کې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو تبادلو د کچې لوړولو لپاره ښې موافقې شوې دي.د ازبکستان لومړی وزیر د یکشنبې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و.