په سوریه کې د صهیونستي رژیم د تجاوز غندنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43220-په_سوریه_کې_د_صهیونستي_رژیم_د_تجاوز_غندنه
د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په یوه وینا کې د صهیونستي رژیم له خوا پر سوریې تېری غندلی او د یو موټي او یووالي لرونکي سوریې غوښتنه یې کړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 23, 1404 14:34 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د صهیونستي رژیم د تجاوز غندنه

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په یوه وینا کې د صهیونستي رژیم له خوا پر سوریې تېری غندلی او د یو موټي او یووالي لرونکي سوریې غوښتنه یې کړې.

هغه ویلي چې د صهیونستي رژیم موخه د استعمار پراخول او د منځني ختیځ بدلون دی.د حزب‌الله عمومي منشي ټینګار کړی چې مقاومت ډېرې قربانۍ ورکړې او د صهیونستي رژیم د موخو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې.د هغه په وینا، مقاومت تېرو کلونو کې د اسرائیلو رژیم پر وړاندې مخنیوی کوونکی عامل و او د لبنان د خاورې د اشغال لپاره یې د دې رژیم د طرحو مخه نیولې.شیخ نعیم قاسم ویلي چې د مقاومت لاره به په پوره قوت سره دوام وکړي او د مقاومت انزوا یوازې یو خیال دی.