په افغانستان کې په متوازن پرمختګ د شیعه علماؤ ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43221-په_افغانستان_کې_په_متوازن_پرمختګ_د_شیعه_علماؤ_ټینګار
د افغانستان د شیعه علماوو او قومي مخورو یوه پلاوي د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره د دې هیواد د بېلابېلو سیمو د متوازن پرمختګ او بهرنیو مداخلو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 23, 1404 14:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په متوازن پرمختګ د شیعه علماؤ ټینګار

د افغانستان د شیعه علماوو او قومي مخورو یوه پلاوي د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره د دې هیواد د بېلابېلو سیمو د متوازن پرمختګ او بهرنیو مداخلو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې، علماوو د سرپرست حکومت څخه د مننې ترڅنګ، په ټول هیواد کې د ټولنیز عدالت د تامین، متوازن پرمختګ او د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره د برابر ژوند فرصتونو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.په دې لیدنه کې ګډونوالو وویل چې د مسوولینو هڅو د اسلامي نظام د ټینګښت په لاره کې د خلکو ترمنځ هیله‌مندي رامنځته کړې ده.شیعه علماوو همدارنګه د افغانستان د واکمنې ادارې څخه وغوښتل چې د بهرنیو مداخلو او تحرکاتو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې ملي وحدت، همه‌جانبه پرمختګ او د کورنیو پریکړو خپلواکي باید د حکومتدارۍ اصلي محور وي.حنفي هم په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې سرپرست حکومت د افغانستان د ټولو خلکو پورې اړه لري او د دولت خدمتونه د هیواد ټولو قشرونو او سیمو ته شامل دي.