تورخم کې د افغانستان او پاکستانې چارواکو ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43226-تورخم_کې_د_افغانستان_او_پاکستانې_چارواکو_ناسته
د سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ په تورخم ښارګوټې کې یوه ناسته ترسره کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 23, 1404 14:53 Asia/Kabul
  • تورخم کې د افغانستان او پاکستانې چارواکو ناسته

د سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ په تورخم ښارګوټې کې یوه ناسته ترسره کړه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ویلي چې دا ناسته په دوستانه او د متقابل همکاریو په فضا کې ترسره شوې ده.د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت هم ویلي چې د دې ناستې موخه د موجوده ستونزو حل او د خلکو لپاره د اسانتیاوو زیاتول وو.حکمت زیاته کړې چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ پراخولو، د ناروغانو په تګ راتګ کې د خنډونو لرې کولو او د کډوالو سره د سم چلند په اړه خبرې شوې دي.یادونه وشوه چې د تورخم لاره کله ناکله د پاکستاني نظامیانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.