د افغانستان فوټسال د آسیا په لومړۍ درجه بندۍ کې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43644-د_افغانستان_فوټسال_د_آسیا_په_لومړۍ_درجه_بندۍ_کې
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په یوه تاریخي لاسته راوړنه کې د لومړي ځل لپاره د آسیا ملتونو جام مقدماتي پړاو کې ځای پر ځای شوې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 11, 1404 13:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال د آسیا په لومړۍ درجه بندۍ کې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په یوه تاریخي لاسته راوړنه کې د لومړي ځل لپاره د آسیا ملتونو جام مقدماتي پړاو کې ځای پر ځای شوې ده.

د آسیا فوټبال کنفدراسیون د اعلان له مخې د سیالۍ لپاره قرعه کشي به د جون په شپږ ویشتمه ترسره شي.افغانستان په لومړۍ درجه بندۍ کې ځای پر ځای کولو سره به د ګروپ پړاو کې د دودیزو آسیایي قدرتونو لکه ایران، جاپان، تایلینډ، ازبکستان، ویتنام، کویت او عراق سره د لوبې کولو څخه معاف وي.افغانستان د آسیا مقدماتي سیالیو په تیر پړاو کې په درېیمه درجه بندۍ کې و.د دوه زره شپږ ویشتم کال د آسیا ملتونو جام ټیمونه به د څلورو ټیمونو په شپږو ګروپونو او د دریو ټیمونو په دوو ګروپونو ویشل شي.د ګروپ غوره ټیمونه او د ټولو ګروپونو څخه اوه غوره دوهم مقام لرونکي ټیمونه به کوربه اندونیزیا سره یوځای د دوه زره شپږ ویشتم کال سیالیو ته لاره پیدا کړيد لوبې مقدماتي پړاو به د سپتمبر له شپاړسم څخه تر څلور ویشتمې پورې ترسره شيد آسیا په لومړۍ درجه بندۍ کې د افغانستان مقام د لوبغاړو، تخنیکي کارمندانو او مینه والو د دوامداره هڅو پایله ده چې په هیواد کې د دې سپورت ملاتړ کوي.