-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبري ناسته
اسد 13, 1404 13:01د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان ته د یاد هیواد د ولسمشر سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.
-
ایران کې د خبریالانو د ورځې نمانځل
اسد 13, 1404 13:00د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خبریالانو د ورځې په مناسبت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په غونډه کې د رسنیو له استازو سره ګډون وکړ.
-
ایران کې د ملي دفاع د عالي شورا جوړول
اسد 13, 1404 12:59د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتریت تېره شپه اعلان وکړ چې دې ادارې د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د یو سل او شپږ اویا مادې په چوکاټ کې د سترې دفاعي شورا د جوړولو منظوري ورکړې ده.
-
لیرې پرتو سیمو کې د خلکو ناوړه وضعیت
اسد 13, 1404 12:58د افغانستان وضعیت څارونکي بنسټونه وايي چې د دې هیواد خلک په لرې پرتو سیمو کې په سختو شرایطو کې دي او په دې سیمو کې په میلیونونو افغانان له روغتیايي خدمتونو، خوړو او درملو څخه بې برخې دي.
-
د پاکستان له بندخونو د سلګونو کډوالو آزادیدل
اسد 13, 1404 12:57د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پاکستان له زندانونو څخه د درې سوه پنځوس افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
-
د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو په حل ټینګار
اسد 13, 1404 12:55بامیان کې د سرپرست حکومت والي د دې ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د کوچیانو او کلیوالو استازو سره غونډه وکړه.
-
کابل کې د تکواندو غوراوي سیالۍ
اسد 13, 1404 12:54د افغانستان د ځوانانو د تکواندو ملي ټیم د غوراوي سیالۍ دولسم پړاو نن په کابل کې پیل شو.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 12, 1404 13:18د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د پاکستان لومړي وزیر سره د ایران د ولسمشر خبري ناسته
اسد 12, 1404 13:17د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د اسلام آباد د دریځ ستاینه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم یرغل وغانده او د سوله ایز اټومي پروګرام د درلودلو په حق یې ټینګار وکړ.
-
د پاکستان لخوا پر کابل د وسلوالو ډلو د ملاتړ تور
اسد 12, 1404 13:16د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ادعا کړې چې بلوچ وسله وال او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي. هغه ټینګار وکړ پاکستان تمه لري چې سرپرست حکومت به د دې ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.