په امریکا کې یوه طبي الوتکه لوېدلې ده
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44897-په_امریکا_کې_یوه_طبي_الوتکه_لوېدلې_ده
د امریکا په اریزونا ایالت کې یوه طبي الوتکه چې څلور کسان پکې سپاره وو، نسکوره شوه.
(last modified 2025-08-06T08:18:57+00:00 )
اسد 15, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • په امریکا کې یوه طبي الوتکه لوېدلې ده

د امریکا په اریزونا ایالت کې یوه طبي الوتکه چې څلور کسان پکې سپاره وو، نسکوره شوه.

الوتکې هڅه کوله چې یو ناروغ روغتون ته انتقال کړي چې دا پېښه رامنځته شوه .امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې الوتکه کې د یو ډاکټر او طبي کارمندانو په ګډون څلور کسان سپاره وو چې ټول یې په پېښه کې مړه شول.د پېښې لامل لا تر اوسه نه دی مشخص شوی او چارواکو هیڅ معلومات نه دي خپاره کړي.دې پېښې یو ځل بیا په امریکا کې د طبي الوتنو د خوندیتوب په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.د روان کال په پیل کې هم څو نورې داسې پېښې رامنځته شوې، چې ځینې یې د مرګ ژوبلې لامل شوې.