-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 29, 1404 12:49د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د بې وسلې کولو پر ضد د لبناني سیاستوالو غبرګون
اسد 29, 1404 12:48د لبنان د آزاد ملي غورځنګ مشر جبران باسیل ویلي دي چې د هغو کسانو هدف چې غواړي مقاومت بې وسلې کړي یوازې په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې رامینځته کول دي.
-
روان کال کې د ۳۹۰ مرستندویانو وژل کیدل
اسد 29, 1404 12:47د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي دي چې سږ کال په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه درې سوه نوي مرستندویه کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې دا له غزې څخه تر سوډان او میانمار او نورو سیمو پورې یو بې ساری ریکارډ دی.
-
د ایران دښمنانو ته د یاد هېواد خبرداری
اسد 29, 1404 12:46د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده ویلي دي چې د خپلو دښمنانو د نوي شر په وړاندې د ایران ځواب به دردناک وي.
-
د غزې بشپړه اشغال لپاره د صهیونیستي رژیم چمتوالی
اسد 29, 1404 12:45د صهیونیستي رژیم رسنیو راپور ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د غزې د بشپړ اشغال لپاره د لسګونو زرو صهیونیستي پوځ احتیاطي ځواکونه راوبلل شي. په ورته وخت کې دغه رژیم غزې ته د سلګونو مرستو د لیږد مخه نیولې ده.
-
د افغانستان،چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته
اسد 29, 1404 12:44نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه وشوه. د درې واړو خواوو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزه همکاري د غونډې اصلي تمرکز وو.
-
ترافیکي پېښه کې د ۸۰ افغان کډوالو وژل کیدل
اسد 29, 1404 12:43تېره شپه د هرات – اسلام کلا پر لار د مرګونې ترافیکي پېښي له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنو ژوند له لاسه ورکړی. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمد رضا بهرامي د قربانیانو کورنیو او د سرپرست حکومت چارواکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
-
د اوکراین اړوند غونډو په اړه د لاوروف څرګندونې
اسد 29, 1404 12:42د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې د اوکراین په اړه مشورې باید د ښکیلو هیوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شي.
-
د ایران او بیلاروس ترمنځ د تړون لاسلیک
اسد 29, 1404 12:41بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په ترڅ کې د ایران او بیلاروس ولسمشرانو د همکارۍ دولس سندونه او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
-
د افغان لوبغاړي زړوره کړنه
اسد 29, 1404 12:40د افغانستان د اوبیزو لوبو فدراسیون ویلي دي چې د افغانستان د لامبو وهلو ملي ټیم یوه غړي د سیلابونو پرمهال د څو قربانیانو ژوند وژغوره.