-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 25, 1404 13:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په بیلابیلو عمرونو کې د ووشو سیالۍ
اسد 25, 1404 13:02د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وايي چې د ووشو سیالیو درېیم پړاو په کابل کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمرونو په کټګوریو کې د پنځوسو لوبغاړو په ګډون سره ترسره شو.
-
د افغانستان په څو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه
اسد 25, 1404 13:02د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او تالندې خبر ورکړی دی.
-
د امریکا او روسیې بې پایله ناسته
اسد 25, 1404 13:00د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین په الاسکا کې سره ولیدل او د اوکراین د جګړې په اړه یې بحث وکړ.
-
په افغانستان کې د ګمرکي عوایدو ښه والی
اسد 25, 1404 12:59د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست اعلان وکړ چې د چنګاښ یا سرطان میاشتې فعالیت د تیر کال په پرتله دوه اعشاریه څلور سلنه لوړ و.
-
د سرپرست حکومت د واکمنۍ څلورمې کلیزې لمانځل
اسد 25, 1404 12:57سرپرست حکومت پرون د زمري څلور ویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څلورمه کلیزه د بریا او د امریکا له اشغال څخه د خپلواکۍ ورځې تر سرلیک لاندې د کابل په ګډون په مختلفو ښارونو کې ولمانځله.
-
روان کال کې د افغانانو ستونزو زیاتوالی
اسد 25, 1404 12:57د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه ډیرو خلکو ته حیاتي مرستې ته اړتیا ده.
-
کابل کې درې اړخیزه غونډه
اسد 25, 1404 12:56د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې د سرپرست حکومت، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ به په کابل کې درې اړخیزه غونډه وشي.
-
پاکستان کې د ۳۰۰ تنو وژل کیدل
اسد 25, 1404 12:55په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د بارانونو او سیلابونو له امله د پاکستان په بیلابیلو برخو کې له درېسوه څخه ډیر کسان مړه شوي دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ویجاړونکو سیلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې له امله د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هیواد خلکو ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه.
-
غزه کې د صهیونیستانو جنایتونو دوام
اسد 25, 1404 12:54د فلسطین شهاب خبري اژانس راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو نن سهار وختي د یوې جرمي پیښې په ترڅ کې د استوګنې یو کور په نښه کړ او د یوې کورنۍ شپږ غړي یې شهیدان کړل.