-
د ایران دښمنانو ته د یاد هېواد خبرداری
اسد 29, 1404 12:46د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده ویلي دي چې د خپلو دښمنانو د نوي شر په وړاندې د ایران ځواب به دردناک وي.
-
د غزې بشپړه اشغال لپاره د صهیونیستي رژیم چمتوالی
اسد 29, 1404 12:45د صهیونیستي رژیم رسنیو راپور ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د غزې د بشپړ اشغال لپاره د لسګونو زرو صهیونیستي پوځ احتیاطي ځواکونه راوبلل شي. په ورته وخت کې دغه رژیم غزې ته د سلګونو مرستو د لیږد مخه نیولې ده.
-
د افغانستان،چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته
اسد 29, 1404 12:44نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه وشوه. د درې واړو خواوو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزه همکاري د غونډې اصلي تمرکز وو.
-
ترافیکي پېښه کې د ۸۰ افغان کډوالو وژل کیدل
اسد 29, 1404 12:43تېره شپه د هرات – اسلام کلا پر لار د مرګونې ترافیکي پېښي له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنو ژوند له لاسه ورکړی. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمد رضا بهرامي د قربانیانو کورنیو او د سرپرست حکومت چارواکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
-
د اوکراین اړوند غونډو په اړه د لاوروف څرګندونې
اسد 29, 1404 12:42د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې د اوکراین په اړه مشورې باید د ښکیلو هیوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شي.
-
د ایران او بیلاروس ترمنځ د تړون لاسلیک
اسد 29, 1404 12:41بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په ترڅ کې د ایران او بیلاروس ولسمشرانو د همکارۍ دولس سندونه او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
-
د افغان لوبغاړي زړوره کړنه
اسد 29, 1404 12:40د افغانستان د اوبیزو لوبو فدراسیون ویلي دي چې د افغانستان د لامبو وهلو ملي ټیم یوه غړي د سیلابونو پرمهال د څو قربانیانو ژوند وژغوره.
-
خوست ولایت کې د کرکټ سیالیو پيل
اسد 29, 1404 12:39د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نن په خوست ولایت کې د " کرکټ لومړۍ کچې اکسبول" یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
-
کابل کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې نمانځل
اسد 28, 1404 13:56د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځغونډې په مراسمو کې اعلان وکړ چې دوی به هیڅ لوري ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړي. هغوی همدارنګه وویل چې سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري.
-
پاکستان د آلمان ملاتړ لرونکي کډوال شړي
اسد 28, 1404 13:55د پاکستان حکومت وروسته له دې چې دوه سوه افغان کډوال چې د آلمان له خوا ملاتړ کې وو له هېواد څخه وشړل، اعلان وکړ چې ټول هغه کډوال چې د آلمان په ملاتړ دي باید د پاکستان خاوره پرېږدي.