• د ملګرو ملتونو پلاوی پنجشېر ته تللی.

    د ملګرو ملتونو پلاوی پنجشېر ته تللی.

    میزان 14, 1401 12:23

    د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې ددوی د کارکوونکو یو پلاوی له بشري حقونو د تېري ادعا، څېړنې له پاره پنجشیر ولایت ته تللی دی. یوناما ویلي چې د بشري حقونو درناوی او ساتنه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لامل کېدای شي. له تېر یوه کال راهیسې بیا بیا ادعا شوې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت ځواکونو سلګونه کسان د مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولي، شکنجه کړي او آن وژلي یې دي.

  • افغانستان کې د داع ش ډلې مهم غړی نیول شوی.

    افغانستان کې د داع ش ډلې مهم غړی نیول شوی.

    میزان 14, 1401 12:21

    د افغانستان د استخباراتو ریاست وایي چې د داع ش ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي برخې مسوول یې نیولی دی. د سه شنبې په ورځ د دغه ریاست پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې د دغه نیول شوي کس مستعار نوم مالکي دی او د اوکراین، جرمني او هسپانیا په شمول یې د دا ع ش ډلې له پاره مرستې راټولولې.

  •  تر ١٥ ملیونه اړمنو افغانانو سره د خوارکي توکو د مرستې اعلان

    تر ١٥ ملیونه اړمنو افغانانو سره د خوارکي توکو د مرستې اعلان

    میزان 14, 1401 12:18

    د خوړو نړیوال پروګرام غواړي د روان کال د اکتوبر له میاشتې څخه د همدغه کال تر مارچ میاشتې له ١٥ ملیونه اړمنو افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي. دغې ادارې ویلي چې دغو مرستو له پاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري او تمه لري چې مرستندویه بنسټونه دغه بودیجه ورته ورکړي.

  • شل زره ښوونکي پر دندو ګومارل کیږي.

    شل زره ښوونکي پر دندو ګومارل کیږي.

    میزان 14, 1401 12:16

    د افغانستان د سرپرست حکومت د رییس الوزرا دوه یم مرستیال د ښوونکو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې غواړي شل زره ٢٠٠٠٠ کسان د ښوونکو په توګه پر دندو وګوماري. دغه غونډه امانیه لېسه کې جوړه شوې وه، ملا عبدالسلام حنفي د دغې غونډې پرمهال وویل چې پلان لري تر څو له ټول هېواد څخه شل زره ٢٠٠٠٠ کسان د ښوونکو په توګه پر دندو وګوماري.

  • غرق شدن دهها پناهجو در دریای اژه

    غرق شدن دهها پناهجو در دریای اژه

    میزان 14, 1401 12:03

    دهها پناهجو در یک رویداد دریایی در سواحل یونان جان خود را از دست دادند

  • افغانستان در استانه سقوط آزاد

    افغانستان در استانه سقوط آزاد

    میزان 14, 1401 12:00

    مسوول برنامه توسعه سازمان ملل شرایط کنونی مردم افغانستان را به سقوط ازاد تشبیه کرد

  • کانادا با طالبان در ارتباط است

    کانادا با طالبان در ارتباط است

    میزان 14, 1401 11:00

    وزیر خارجه کانادا اعلام کرد طی ماههای گذشته دیپلماتهای این کشور با حکومت طالبان در ارتباط بوده است

  • د افغان هزاره ګانو پر پلوۍ د کوېټې هزاره ګانو لاریون وکړ.

    د افغان هزاره ګانو پر پلوۍ د کوېټې هزاره ګانو لاریون وکړ.

    میزان 14, 1401 09:47

    په افغانستان کې د هزاره ګانو وژنې د غندنې په موخه د لاریونونو په دوام د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه ښار کې هزاره ګانو لاریون کړی. دوی پرون د لاریون پرمهال د هزاره ګانو د نسل وژنې شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې د هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي. دغه لاریونونه د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز تر برید وروسته شوي دي. د دغه ځانمرګي برید له امله ٥٤ تنه وژل شوي او تر ١١٠ تنو ډېر ټپیان شوي وو.

  • په کندهار کې د غواګانو وایروسی ناروغیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

    په کندهار کې د غواګانو وایروسی ناروغیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو.

    میزان 14, 1401 09:43

    د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا د کندهار ښار په ګډون په اتو ولسوالیو کې د غواګانو وایروسي ناروغیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو. د غواګانو د فارمونو مسوولین وایي، خوښ دي چې دغه واکسین غواګانو ته لګول کیږي، ترڅو له دغې وژونکي ناروغۍ څخه وژغورل شي.

  • د څلورو میاشتو له پاره افغانستان ته د سون توکو د صادراتو د دوام خبر ورکړل شوی.

    د څلورو میاشتو له پاره افغانستان ته د سون توکو د صادراتو د دوام خبر ورکړل شوی.

    میزان 14, 1401 09:41

    د افغانستان له پاره د ایران د ولسمشر حسن کاظمي قمي اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د غوښتنې پر بنسټ غواړي، د نورو څلورو میاشتو له پاره هم افغانستان ته سون توکي ولیږي. سره له دې ایران، افغانستان ته د LPG او الوتکو تېل هم صادر کړي.