اسد 25, 1402 16:31 Asia/Kabul
  • په کور کې څنګه له بنګېدونکو مچانو ځان خلاص کړو

اوس هوا توده ده او په ځينو سیمو کې د مچانو شتون خلک تر پوزې راوستي وي او د مچانو ورکول هم ورته یوه لویه ستونزه ده.

په کورونو کې د مچانو شتون د خلکو د ځور او کړاو لامل کيږي ، ددې تر څنګ د خوراک او خوراکي توکو هم خیر نشته. د کور مېرمنې په دې اړه سختې اندېښنې لري ځکه دوی د ميکروب د خپرېدا او ناوړه خوراکونو په چمتو کولو کې پړې ګڼلې کيږي.

دلته به درته څو لنډې لارې چارې وښودل شي چې له مچانو او نورو حشراتو ځان خلاص کړئ:

۱. تاسې دوه لیموګان پرې کړئ او په منځ کې يې د لونګو ډکي داسې ځای کړئ چې د لونګو غوټه يا یې سر تر لیمو د باندې وي. تاسې دا لیمو او لونګ په قاب کې هم اېښودلی شئ او داسې ځای یې هم اېښودلی شئ چې بوی یې په کور کې تر مچانو ورسيږي. له همدې بوی څخه به مچان وتښتي او تاسې به یې له شره خلاص شئ.

۲. د پلاستيکي کڅوړو کارول

په کور کې له مچانو څخه د خلاصون بله غوره لاره دا ده چې پلاستيکي کڅوړه له اوبو ډکه کړئ او د دروازو او کړکیو په خوله کې یې ځای په ځای کړئ له کوم ځای څخه چې مچان کور ته راځي.

د اوبو کڅوړې ته په کتلو سره، به مچان دروازې یا کړکۍ ته رانږدې هم نه شي او دد تر څنګ به تاسې هم خپله طبیعي نسخه ازمایلې وي. په یاد ولرئ چې کڅوړه نیمايي ډکه کړئ چې اوبه تې راونه بهیږي.

۳. په بازار کې د مچانو د مخنیوي ډیری محصولات شتون لري خو تاسې کولی شئ په کور کې یې هم چمتو کړئ. په یوه لوښي کې د مڼې سرکه واچوئ او بیا یې سوری سوری کړئ تر څو خوشبویي يې خپره شي. له همدې سره به مچان لوښي ته د ننوتلو هڅه وکړي. که په لوښي کې تر سرکې اچولو د مخه هغه ګرمه کړئ نو ښه به وي ځکه دغسې يې بوی ښه خپريږي.

تگ