کرکټ؛ پاکستان خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ مات کړ
https://af.sahartv.ir/tv/pashto_sport-i22183-کرکټ_پاکستان_خپله_لومړنۍ_سیالۍ_کې_هالنډ_مات_کړ
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 15, 1402 14:16 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ پاکستان خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ مات کړ

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه.

پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او ۴۹ اورونو کې یې ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

خو د هالنډ ملي لوبډله په ۴۱ اور کې د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره وسوځېده او لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په دې جام کې سبا له بنګله دېش سره سیالي لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.

د هند په حیدر اباد کې دا جام پرن پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي، چې ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.