میزان 01, 1402 16:52 Asia/Kabul
  • د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله لومړۍ درجه لوبډله شوه

هند په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې استرالیا ته ماتې ورکړه او د ICC په درجه بندۍ کې يې لومړی ځای خپل کړ.

هندوستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د ICC د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د هند په موهالي ښار کې د هند او اسټرالیا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې هند اسټرالیا ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او د آی سي سي د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ.

د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه. استرالیا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۶ منډې جوړې کړې چې ډیویډ وارنر په کې ۵۲ منډې جوړې کړې.

هندوستان د ۲۷۷ منډو هدف په ۴۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ، چې ریتوراج ګیکواډ ۷۱ او شیبمن ګېل ۷۴ منډې وکړې او ښه وځلېدل.