میزان 19, 1401 15:24 Asia/Kabul

د بدخشان د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر (عبدالمتین) له خپل زوی سره په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی. دغه پېښه په فیض اباد ولسوالۍ کې شوې او تر اوسه د دغه پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې. د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر بسم الله نصرت ویلي دي چې د دغې پېښې د عاملینو د نیولو په موخه هڅې پيل شوي دي.

تگ