مجاهد: امریکا دې له اوسني حکومت سره مثبت تعامل ولري
میزان 19, 1401 09:08 Asia/Kabul
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا باید د اوسني سرپرست حکومت سره ښې اړیکې او مثبت تعامل ولري. پرون پر افغانستان د امریکا او ناټو د برید په ٢١ مه کلیزه کې ذبیح الله مجاهد د خبرو پرمهال وویل چې که امریکا په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکې وي نو د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.