بلاول بوټو جرمني ته سفر کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اشاره کړې.
میزان 19, 1401 08:47 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جرمني ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پرمهال د افغانستان د کمزوري اقتصاد په اړه اندېښنه ښودلې. او له نړیوالې ټولنې یې له افغانستان سره د اقتصاد رغونې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې. بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې د بشري حقونو په رعایتولو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.