د پاسپورت د چاپ او وېش لړۍ تر نامعلومې نېټې وځنډېده
میزان 17, 1401 19:37 Asia/Kabul
د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د پاسپورت د چاپ او وېش لړۍ بنده شوه. د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پاسپورت غوښتونکي نور معلومات له سایت څخه ترلاسه کولای شي او د پاسپورت ریاست ته له ورتګ څخه ډډه وکړي. 1401/7/17