کاناډا منلې چې له طا لبانو سره په اړیکه کې دي.
میزان 16, 1401 14:33 Asia/Kabul
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت منلې او ویلي یې دي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دوی ډيپلوماتان په پرله پسې توګه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په اړیکه کې دي. میلن جولي ویلي دي چې د دوی چارواکو په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدنې کړي او په وینا یې په افغانستان کې واک ته د دوه یم ځل له پاره د دغې ډلې رسېدو وروسته دوی په پرله پسې توګه ورسره په اړیکه کې دي.