هلمند ولایت: محصلانې د لوړو زده کړو په اړه اندېښمنې دي.
میزان 16, 1401 14:31 Asia/Kabul
هلمند کې ښځینه محصلانې د لوړو زده کړو د ممکنه بندېدو په اړه سختې اندېښمنې دي. د دغه ولایت ښځینه محصلانې وايي، که چېرې له شپږم ټواګي پورته نجونو د زده کړو اجازه ورنکړل شي، کېدای شي د لوړو زده کړو روانه پروسه هم بنده شي. د هلمند د خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم ورته اندېښنه لري او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د دغې ممکنه پېښې د پېښېدلو د مخنیوي غوښتنه کوي.