افغانستان کې د داع ش ډلې مهم غړی نیول شوی.
میزان 14, 1401 15:51 Asia/Kabul
د افغانستان د استخباراتو ریاست وایي چې د داع ش ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي برخې مسوول یې نیولی دی. د سه شنبې په ورځ د دغه ریاست پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې د دغه نیول شوي کس مستعار نوم مالکي دی او د اوکراین، جرمني او هسپانیا په شمول یې د دا ع ش ډلې له پاره مرستې راټولولې.