میزان 14, 1401 13:17 Asia/Kabul

په افغانستان کې د هزاره ګانو وژنې د غندنې په موخه د لاریونونو په دوام د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه ښار کې هزاره ګانو لاریون کړی. دوی پرون د لاریون پرمهال د هزاره ګانو د نسل وژنې شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې د هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي. دغه لاریونونه د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز تر برید وروسته شوي دي. د دغه ځانمرګي برید له امله ٥٤ تنه وژل شوي او تر ١١٠ تنو ډېر ټپیان شوي وو.

تگ