د افغانستان ښوونیز نظام په اړه د کوچنیانو د ملاتړ سازمان نوې سروې
میزان 13, 1401 16:57 Asia/Kabul
د کوچنیانو د ملاتړ سازمان یا Safe The Childeren, افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې بللی دی چې ښوونیز نظام یې د له منځه تللو په حال کې وي. 1401/7/13
دغه سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د دغه سازمان د ٢٠٢١ کال څېړنو کې جوته شوې ده چې په افغانستان کې ښوونیز نظام له منځه تلونکی دی او ددغه هېواد کوچنیان په ځانګړې توګه نجونې له ډېر ګواښ سره مخ دي.
دغو څېړنو کې ویل شوي چې تر افغانستان وروسته سوډان، سومالیا هغه هېوادونه دي چې ښوونیز نظامونه یې له ګواښ سره مخ دي.