شفري نسخې بندې شوې.
میزان 12, 1401 18:58 Asia/Kabul
د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې تر دې وروسته هېڅ ډاکټر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه لري. د دغه وزارت د ویاند شرافت زمان لهخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د ډاکترانو لهخوا درملتونونو ته د شفري نسخو لیکل، غیرقانوني بلل شوي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي. 1401/7/12