د قرانکریم په اړه لنډ معلومات
قرآنکریم د الله (جَلّ مَجْدُه) هغه سپېڅلی، مقدس او معجز کتاب دی چي نور اسماني کتابونه ورباندې منسوخ شوي او آیتونه یې پر رسول الله (صلى الله علیه وسلم) باندې د الله (ج) له لوري د جبرئيل(علیه السلام) په واسطه د (۲۳) درويشتو کالو په اوږدو کي له اړتيا سره سم نازل شوي
قرآنکریم د الله (جَلّ مَجْدُه) هغه سپېڅلی، مقدس او معجز کتاب دی چي نور اسماني کتابونه ورباندې منسوخ شوي او آیتونه یې پر رسول الله (صلى الله علیه وسلم) باندې د الله (ج) له لوري د جبرئيل(علیه السلام) په واسطه د (۲۳) درويشتو کالو په اوږدو کي له اړتيا سره سم نازل شوي، لومړنی آیت یې “إقرء باسم ربك الذي خلق” او وروستی آیت یې په باوري وینا “الیوم أکملت لکم دينكم……..” دیقرآنکریم په (۱۱۴) لنډو او اوږدو سورتونو او نږدې (۶۴۰۰) آیتونو مشتمل دی، له سورة التوبة/ برائة څخه پرته یې نور ټول سورتونه په (بسم الله الرحمن الرحيم) سره پيل شويقرآنكريم (۷) منزله، (۳۰) سپارې، شاوخوا (۵۴۰)رکوع او د احنافو په نزد (۱۴) سجدې لريد قرآنکریم آیتونه او سورتونه د رسول الله (ص) په لارښوونه ترتيب شويکوم سورتونه چي په مکه مكرمه کي نازل شوي ‘مکي’ او کوم چي په مدینه منوره کي نازل شوي ‘مدني’ نومول شوي او د هر سورت نوم د هغه په متن کي یاد شوی لکه: بقره، مائده، انعام او نور…په قرآنکریم کي اوږد سورت ‘البقره’ او لنډ سورت یې ‘الکوثر’ دی او د (۲۹) سورتونو په پیل کي یې مقطعات توري راغليکله چي به یو سورت یا څو آيتونه پر رسول الله (ص) نازلېدل د باور وړ وګړو (د وحيې لیکوالانو) به ژر لیکل.د وحيې لیکوالانو څخه مشهور حضرت علي، عبدالله بن مسعود، زید بن ثابت، أبی بن کعب او معاذ بن جبل رضي الله عنهم وو.په نورو اسماني کتابونو یې غوراوی په دې کې دی چي قرآن مجيد له هر ډول تحریف، تغیر او بدلون څخه ژغورل شوی هیڅ وړوکی تغیر نده پکې راغلی او نه به پکې راشي الله (ج) یې د ساتنې ژمنه په دې آیت کي کړي: إنا نحن نزّلنا الذكر و إنا له لحافظون۞ الحجر سورت (۹) آیت.قرآنکریم د نبي أکرم (ص) تلپاتې معجزه ده، د قرآن کریم په څو ځایونو کي په ډاګه راغلي”که په دې کتاب کي شک او تردید لرۍ د دې څېر څو سورته حتى یو وړوکی سورت چي درې آیته کیږي راوړئ” چي هیڅکله د اسلام دښمنان په داسي کار نه توانېدلي دي او نه به و توانيږيقرآنکریم نه یوازې د ألفاظو او فصاحت له مخې معجزه ده بلکې د معنا، حكمونو، تلپاتې ټولنيز نظام او د بشرګټو قوانينو په درلودو سره هم معجزه دههرڅومره چي د بشر پوهه پرمختګ وکړي او د نړۍ له اسرارو پرده پورته شي هومره د اسلام او قرآن روښانتيا او اعجاز څرګنديږيهمدا لامل دی چي د نړۍ مخکښ علماء او ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي چي اسلام سپېڅلی او حق دین دی، قرآن د بشر له وړتيا پورته د واحد، ځواكمن او ستر ذات کتاب دیاو په ایمان راوړلو مشرف کیږي.قرآنکریم د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوی لکه: فارسي، انګليسي، فرانسوي، او نورې…..قرآن له هرڅه وړاندې انسانان د یوه إله او څښتن منلو او عبادت ته رابللي او الله (ج) خپل جلالي او جمالي صفات او د خپل شتون نښانې پکې بیان کړي، همدارنګه نېکو کسانو ته د نېکې بدلې او سرکښانو ته د سزا ژمنې پکې شوياو د مخکنيو امتونو عبرتناکې واقعې، حلال، حرام، او د ژوندانه هراړخیز ځاني، ټولنیز،اقتصادي او سیاسي اړخونو اړوند احکام او مسايل پکې ذکر شوي ديددې لپاره چي د دې ستر کتاب په إعجاز، فصاحت، بلاغت او واقعي مفاهيمو ښه پوه شو اړینه ده چي لومړی یې له ژبې سره آشنا شو.