د «څېرې او تجربې» تر عنوان لاندې کتاب چاپ شو
څېرې او تجربې هغه علمي ټولګه ده چې د ښاغلي محمد ابراهيم رحيل په هڅو پښتو ژبې ته ژباړل شوی او په کې د نړۍ د ختیځ او لوېدیځ د نامتو پوهانو د ژوند په اړه لنډې پېژندګلوۍ کښل شوې دي.
دغه کتاب ۱۰۰ مخونه لري چې تازه په کابل کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شو.په دې کتاب کې ټولټال ۱۹ سیاسي، انقلابي، ادبي او کارنده څېرې په لنډه توګه معرفي شوي چې د پېژندنې ترڅنګ د هغوی اندونه، تجربې او نظریې د دې کتاب منځپانګه جوړوي.ښاغلي رحيل له ۸صبح پښتو مجلې سره په خبرو کې وويل: «په دغه کتاب کې د پوهانو او نوموتو څېرو د ژوند او تجربو لوستل، له لوستونکو سره مرسته کوي چې د خپل ژوند د ښه پرمخ بېولو لپاره انګېزه او غوره تګلارې وټاکي او له ستونزو سره د مخ کېدو لپاره، آزمویل شوې تجربې په خپل ذهن کې ولري.»ښاغلي رحيل څرګنده کړه چې، په دې کتاب کې مې هڅه کړې راټول کړل شوي موضوعات په روانو او ساده الفاظو پښتو ژبې ته راواړوم.