-
نن په ټول افغانستان کې د دولسم ټولګي له نجونو زده کوونکو ازموینه اخیستل کیږي.
قوس 16, 1401 10:48ټاکل شوې چې نن په کابل او ولایتونو کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده کوونکو په یوه ورځ د سويې ازموینه واخیستل شي.
-
په فراه ولایت کې۲۰۰ تنه د ښځو په ګډون د حرفه ای زده کړو له مرکزه فارغ شول.
قوس 16, 1401 10:35د افغانستان په فراه ولایت کې د ښځو په ګډون ۲۰۰ تنه د حرفه ای زده کړو له یوه مرکزه، له شپږو میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول.
-
واده منزل نه دی، د ژوند د مزل یو پړاو دی.
قوس 15, 1401 15:19د افغانانو په کور کې چې کله نجلۍ وزيږي، دوی يې د واده په فکر شي. نجونې له همدې فکر سره رالويږي. دوی له نورو مسئولیتونو سره تر دې مسئولیت هم لاندي شي چې که غواړي مېړه وکړي، بايد د نورو تر پښو لاندي ځان فرش کړي.
-
هغه دندې چې مېرمنې په کې ډېرې پیسې ټولولی شي.
قوس 15, 1401 15:07د نورو هېوادونو په پرمختیایي پروژو او کارموندونکو ادارو کې کارکوونکو مېرمنو ته هم پوره پام کېږي خو افغانستان د دې برخې په لومړنیو پړاوونو کې حسابېږي.
-
په پخوانۍ یوګوسلاویا کې ښځې، جګړه، او کلتور
قوس 15, 1401 14:55په ۱۹۷۰کال کې په یوګوسلاویا کې د ښځو د حقوقو او په ټولنې کې د ښځو د رول په اړه، ښځو پوهانو او متخصصینو بحثونه او ناستې وکړې. خو دا غونډې د ښځو د پرمختګ په موخه نه وې، او نه هم ددې بحثونو موخه د هغه ښځو سره مرسته وه چې حقوق ېي تر پښو لاندې شوي وو.
-
پر ښځو د ټولنیز جبر لامل خپله ځینې ښځې دي.
قوس 15, 1401 14:21کاش چې په ټولنه کې داسې ښځو د نیمې ټولنې استازولي نه کولای او یا کاش افغانانو یوه ښځه پر بله نه قیاس کولای.
-
د افغان نجونو له پاره ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري ستونزې او محدودیتونه
قوس 15, 1401 14:17زرګونه نجونې د کورنيو له تاوتریخوالي سره مخ دي چې کورنۍ یې په زور د هغوی ودونه په کم عمر کې کوي، یا یې په بدو او بدل کې ورکوي.
-
د افغان نجونو زده کړې د واک قرباني شوې.
قوس 15, 1401 14:13د یوې ټولنې په پرمختګ کې د نارینه په اندازه ښځه هم د برابرو حقوقو مالکه ده. لکه څنګه چې د بشر تکامل د ښځې یا نر څخه پرته نیمګړی دی همدغه شان د ټولنې پرمختګ او ژوند د ښځې له تعلیم او ټولنییز حیثیت پرته ناشونی دی.
-
له بدخشان او ډایکنډي پوهنتونونو څخه ګڼ شمېر نجونې فارغې شوې.
قوس 14, 1401 11:47د بدخشان او ډایکنډي پوهنتونو له بېلابېلو پوهنځيو څخه د لېسانس زده کړو په کچه محصلانې فارغې شوې.
-
وچ انځر ولې د مېرمنو لپاره ګټور دي؟
قوس 13, 1401 15:37د انځر ونې مېوه مېرمنو ته ځانګړې ګټه لري. وچ انځر ډیر فولیک اسید لري. له همدې امله نسایی پوهان د مېوو خوړلو وړاندیز کوي کله چې ښځه پلان لري امیندواره شي. فولیک اسید پلاسیټا ساتي.