• د ننګرهار ولایت  په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي

    د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي

    ثور 04, 1402 07:32

    په ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه او د اختر په مناسبت د واليبال ټورنمنټ پيل شوی.

  • په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې

    په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې

    ثور 04, 1402 07:28

    په دغو نندارو کې په خوله د پنځو موټرونو کشول کشکول، د تراکتور نيول، په ځان د ټېلر تېرول او په ځان د تيږو ماتول شامل و، چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته راغلي و. د یادو نمایشونو موخه له ورزش سره د خلکو مینه او علاقه را ژوندي کول دي.

  • د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې د الیبال سیالۍ وشوې

    د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې د الیبال سیالۍ وشوې

    ثور 04, 1402 07:26

    د مهتر لام بابا زيارت په انګړ کې د لغمان د مرکز په ګډون د علينګار، عليشنګ، قرغه يي او بادپښ ولسوالیو منتخبو لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې. د دغو سياليو پایلوبې ته د علينګار او بادپښ منتخبو لوبډلو لار ومونده، چې علينګار لوبډلې ٣-٢ خپلې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه.

  • د ننګرهار په ښېرازه خاوره د ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال سیالۍ پیل شوې

    د ننګرهار په ښېرازه خاوره د ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال سیالۍ پیل شوې

    ثور 04, 1402 07:24

    په ننګرهار کې د کوچيني اختر په مناسبت د ١٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو. د دغه ټورنمنټ په دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې بوډيالۍ لوبډلې شګې لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه. دوهمه لوبه د سپين غر او ذاخېلو لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-٠ سپين غر لوبډلې وګټله. دغه ټورنمنټ به لس ورځې دوام وکړي.

  • په تخار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

    په تخار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

    ثور 04, 1402 07:23

    د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په کوربتوب د څلورو ولسوالیو د پنځوس تنه پهلوانانو ترمنځ د اختر په مناسبت د پهلواني سيالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د ينګي قلعه ولسوالۍ پهلوانان په بريا سره پاى ته ورسېدې. په پاى کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

  • په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

    په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

    ثور 04, 1402 07:21

    د ځوانانو د هڅونې په موخه او ارامه فضا کې په وردګو ولایت کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

  •  د اختر په مناسبت په بلخ ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ ترسره شوې

    د اختر په مناسبت په بلخ ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ ترسره شوې

    ثور 04, 1402 07:20

    د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کورش فدراسيون رئیس خليل پهلوان او د کورش مسوول ستار پهلوان له لوري د بلخ، چهار بولک، دولت اباد او مرکز مزارشريف ٥٨ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې. د کورش فدراسيون د مسوولینو په خبره؛ د دې سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي. يادي سيالۍ د کورش مينوالو په شتون کې د بلخ ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې ترسره شوې.

  •  د واليبال اختريز جام سيالۍ په چک ولسوالۍ کې هم پيل شوې

    د واليبال اختريز جام سيالۍ په چک ولسوالۍ کې هم پيل شوې

    ثور 04, 1402 07:18

    په میدان وردګو کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

  • په بغلان کې امیري لوبډلې د رمضان جام فوټسال سیاليو اتلولي په خپل نامه کړه

    په بغلان کې امیري لوبډلې د رمضان جام فوټسال سیاليو اتلولي په خپل نامه کړه

    ثور 04, 1402 07:17

    په بغلان کې د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د ٢٦لوبډلو په ګډون د فوتسال په جمنازيوم کې پيل شوې وې د اميري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې. د دغو سياليو فاينل لوبه د معارف او اميري لوبډلو ترمنځ وشوه چې اميري لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.

  • د سمنګان ولایت د کورش سیالیو کوربه و

    د سمنګان ولایت د کورش سیالیو کوربه و

    ثور 04, 1402 07:15

    د کورش فدراسيون له لوري د مرکز او اووه ګونو ولسواليو لسګونو کورش کارانو ترمنځ تېره ورځ د غويي په لومړۍ د ايبک ښار چمن کې د کورش سيالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د کوچني اختر نمانځلو او د کورشکارانو ترمنځ د پيوستون او د يو بل منلو په موخه ترسره شوې. په پاى کې اتلو ورزشکارانو ته د ورزش امریت له لوري جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.