-
چاغوالی د عمر په لنډولو کې رول لري
ثور 04, 1402 12:27چاغوالی کولی شي چې د عمر اته کلونه وخوري او دغه راز د داسې ناروغیو سبب شي، چې تر لسیزو پورې دوام کوي.
-
انار وخورئ چې هاضمي سیستم مو غښتلی شي
ثور 04, 1402 07:54د انارو خوړل د هاضمي سیستم غښتلی کوي نو هڅه په کار ده چې تر وسې د بلې مېوې پرځای انار وخورو.
-
کله کله ماشومان عجبې پوښتنې وکړي
ثور 04, 1402 07:48د کوچنیانو ځينې پوښتنې داسې وي چې سړی هک پک حیران کړي او ځواب هم ورته نه شې ویلی.
-
د بادرنګ له روغتیايي ګټو څومره خبر یاست؟
حمل 30, 1402 12:17ایا خبرو یاست چې بادرنګ هډوکي قوي کوي او ښکلا ته وده ورکوي. د بادرنګو بې شمیره معجزه ای روغتیایي ګټې چې تاسو یې تراوسه شاید خبر نه یاست.
-
بادام او د بادامو تېل مغزو او وېښتانو ته خورا ګټه لري
حمل 30, 1402 12:09د بادامو تېل د وېښتانو د لوېدلو مخه نیسي. د بادامو تېل د وېښتانو د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، ځکه د بادامو تېل د التهاب یا مکروبي کېدلو ضد خاصیتونه، اومېګا – ۶، اومېګا – ۳ او اومېګا – ۹ اسیدونه لري. همدارنګه د بادامو په تېلو کې ویټامین اي (Vitamin E) او مګنیزیم موجود دي، چې اي ویټامین یو انتي اوکسیدنت دی.
-
هندواڼې خورئ خو له ګټو يې خبر یاست؟
حمل 30, 1402 12:07هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.
-
حجره د انسان په بدن کې
حمل 30, 1402 11:58سټيم حجره : په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له تر ټولو لومړیو حجراتو څخه دي چې وده کوي او په نورو حجراتو بدلېږي.دا حجرات په جنین او ځوان شخص دواړو کې موندل کېږي خو په یو څه اندازه توپیر سره.
-
د سوېس له خوا هایپر سونیک الوتکه جوړه شوه
حمل 28, 1402 07:39حاضردمه په مسافري جټ الوتکه کې له اروپا څخه تر استرالیا پورې هوايي سفر لږترلږه ۲۰ ساعته وخت غواړي. خو د سویس یوه کمپنۍ هڅه کوي چې دا سفر په هایپرسونیک (تر غږ جټکه) الوتکه کې څلورو ساعتونو ته رالنډ کړي. د سویس دستینیوس (Destinus) کمپنۍ یوه هایپرسونیک الوتکه، چې په هایدروجن چلیږي، جوړه کړې او له څو کلونو راهیسې یې ازمېښتي الوتنې پیل کړي دي. د یورو نیوز د راپور له مخې، دې کمپنۍ تازه اعلان کړی چې ټول ازمېښتونه یې بریالي وو.
-
د بیت المقدس لغوي او اصطلاحي معنی
حمل 26, 1402 07:49د بیت المقدس لغوي او اصطلاحي معنی (پاک کور) ده، یا دا داسې مبارک کور ده، چې د انسان ګناهونه پکې بخښل کیږي.بیت المقدس ته په اروپايي ژبو کې (یروشلم) او عربي ژبه کې ورته (القدس) وايي.بیت المقدس شاوخوا غرونه لري او خپله مسجد صخره او مسجد اقصی د (صیهون) په غره کې واقع دي.
-
مزاحم چرګ په اعدام محکوم شو
حمل 19, 1402 08:23وروسته له دې چې د نایجریا د کانو ښار یوه اوسیدونکې له قاضي څخه د خپل چرګ د حلالولو لپاره مهالت وغوښت، محکمې تر سبانۍ (جمعې) پورې وخت ورکړ.