• د ماشومانو د کار کولو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ

    د ماشومانو د کار کولو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ

    جوزا 22, 1402 14:54

    نن د جوزا میاشتې دوه ویشتمه د ماشومانو د کار کلو پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېریش هم په یوه ټویټ کې د ماشومانو د کار د بندولو او د هغوی د ساتنې غوښتنه کړې

  • د زابل ولایت د بلندګ محرومه سیمه

    د زابل ولایت د بلندګ محرومه سیمه

    جوزا 22, 1402 14:50

    د دغې سیمې خلک له لومړنیو روغتیايي او دولتي اسانتیاوو بې برخې دي. د بلندګ سيمه د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې پرته ده چې د دغې سيمې ټول اوسېدونکي د افغانستان له هزاره ټبر څخه دي.دوی هم د افغانستان د ډېرو نورو محرومو سیمو په څېر له دولتي چوپړتیاوو محروم دي او په همدې اړه سرټکوي.

  • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته د طالبانو غبرګون

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته د طالبانو غبرګون

    جوزا 22, 1402 14:47

    مجاهد: د امنیت شورا راپور له کرکې ډک او د خپلواکۍ له اصولو سره په ټکر کې دی.د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې وروستی راپور یو اړخیز، نامتوازنه او له حقیقته لرې بللی دی. مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو دوام او د داسې راپورونو خپرول له تعصب څخه ډک او د خپلواکۍ او نه مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي

  • د کابل ـ جلال آباد پر لويه لار د ترافیکي پېښو د مخنيوي لپاره هڅې

    د کابل ـ جلال آباد پر لويه لار د ترافیکي پېښو د مخنيوي لپاره هڅې

    جوزا 22, 1402 14:40

    د موټر چلوونکو د چټکتیا د څارلو او کنترول په موخه ګرځنده اله په کار اچول شوي.د لغمان ترافیکو د پيښو امر وايي چې پدې لویه لار د ترافیکو اصولو د مراعت کولو لپاره لوحې لګول شوي ، خو د موټر چلوونکي د ترافیکو اصول نه مراعت کولو له امله ترافیکي پيښې رامنځته کيږي. دوی وايي ددې ګرځنده الی په واسط هغه تيز رفتار موټر په نښه کوي، لومړی توصیه کوي، بیا اختطاریه ورکوي او له هغې وروسته ورسره قانوني چلند کوي.

  • زابل کې د رزمي سيالیو پيلېدل

    زابل کې د رزمي سيالیو پيلېدل

    جوزا 22, 1402 14:36

    دغو سياليو کې د لسو ولايتونو ورزش کارانو ګډون کړی. د دې ولایت د ورزش برخي مسؤلین خبر ور کوي چې دځوانانو دیوالي تر عنوان لاندي به زابل کې دلس ولایتونو د ورزش کارانو تر منځ رزمي سیالۍ ترسره کېږي .ورته مهال دیادو سیالیو ګډون وال د دې ډول سیالیو دپراخته غوښتنه کوي، او دا دورزش کارو ځوانانو لپاره د هڅوني ترټولو یوه غور لار ګڼي.نورحال د زابل څخه زموږ د خبریال محمدلعل امیری يه چمتو شوې راپور کې.

  • د کابل په زرنګار پارک کې د کتابونو د نندارتون جوړېدل

    د کابل په زرنګار پارک کې د کتابونو د نندارتون جوړېدل

    جوزا 22, 1402 14:32

    د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت د کابل په زرنګار پارک کې د کتاب او قرانکریم نندارتون جوړ شوی. په دغه نندارتون کې د ځوانانو په منځ کې د لوستلو د فرهنګ د دودولو په موخه د سلګونه کتابونه، لاسي صنایع او انځوریز اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي

    جوزا 22, 1402 14:17

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    جوزا 20, 1402 15:02

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

  • د منځنۍ اسیا د اتلولۍ د فوټبال سیالیو پیلېدل

    د منځنۍ اسیا د اتلولۍ د فوټبال سیالیو پیلېدل

    جوزا 20, 1402 14:47

    د منځنۍ اسیا د فوټبال د اتلولۍ سیالیو لومړی پړاو به نن شپه د قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.

  • بوریس جانسن د شخصي او اداري فسادونو  تر څرګندېدا وروسته استعفا کړې

    بوریس جانسن د شخصي او اداري فسادونو تر څرګندېدا وروسته استعفا کړې

    جوزا 20, 1402 14:45

    د برتانیې د پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د اداري او شخصي سردردیو د ښکاره کیدو تر کړکیچونو وروسته، نوموړي د دغه هیواد له پارلمان څخه استعفا کړې ده.