-
کمک های نقدی به بیش از هفتصد خانوداه نیازمند از سوی موسسه منجی موعود در مزارشریف
سرطان 17, 1402 15:47همزمان با ایام جشن غدیر موسسه خیریه فرهنگی اجتماعی منجی موعود در شهر مزار شریف، برای بیش از هفتصد خانواده بی سرپرست و ایتام نیازمند کمک های نقدی مساعدت شد.
-
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ دوه یمه یو ورځنۍ لوبه
سرطان 17, 1402 15:47د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره خپله دوه یمه لوبه پیل کړه او په پنځوسو اورونو کې يې ۳۳۱ منډې وکړې.
-
د ایران د زاهدان ښار پر ۱۶مه امنیتي حوزه ترهګریز برید
سرطان 17, 1402 15:41په ورته وخت کې نن سهار یو شمېر وسله والو کسانو د ایران د زاهدان ښار د شپاړسمې حوزې د پولیسو پر پوسته برید کړی.
-
د ایران پر شاه چراغ زیارت د برید دوه اصلي تورن کسان په عام محضر کې اعدام شول
سرطان 17, 1402 15:27د ایران د خبري اژانسونو د خبر له مخې د ایران په شیراز ښار کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د ترهګریز برید د قضې دوه اصلي تورن کسان نن سهار په عام محضر کې اعدام شول. په دې قضیه کې درې نور تورن په پنځه ویشت، پنځلس او پنځو کلونو بند محکوم شوي دي.
-
د سرپل د قشقري زېرمې د نفتو ازمايښتي راویستل
سرطان 17, 1402 15:22د سرپرست حکومت چارواکو په سرپل کې د قشغري د تېلو له څاه څخه د ازمایښتي راویستنې خبر ورکړی. شهاب الدین دلاور د نفتو دغه زېرمه د هېواد له مهمو اقتصادي سرچینو څخه بللې.
-
د پاکستانۍ روپيو د دودېدو په اړه د هلمندي کارګرانو شکایتونه
سرطان 17, 1402 15:17د دې ولایت یوشمیر غریبکاره ولسي وګړي وايې ورځنۍ مزدورۍ يې په پاکستانۍ کالدارو ورکول کیږي چې د یادې بهرنۍ کرنسۍ اوسني ارزښت ته په کتلو دوی خپلو اړتیا وو ته رسیدنه نشي کولای. بل خوا بیا دهلمند ځایې مسؤلین دغه ولسي شکایتونو ته په کتو د پوره پاملرني ډاډ ورکوي او وايې تر دې وروسته به غریبکارو ولسي وګړو ته د هغوی مزدوري یوازي په افغانیو ورکول کیږي .
-
د پاکستان له بندخونو څخه د شپږ ویشت افغان بندیانو خوشې کېدل
سرطان 17, 1402 15:09د چارسمبالي حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بنخونو څخه د شپاړس تنو افغان وګړیو د خوشي کولو خبر ورکړی.
-
د حامد کرزي او د المان د بهرنیو چارو د وزیر ویډیويي خبرې
سرطان 17, 1402 15:05د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بایربوک سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي.
-
د فان چینا افغان شرکت له مسوولانو سره د مولوي عبدالکبیر لیدنه
سرطان 17, 1402 15:01د چارسمبالي حکومت د ریاست الوزرا دفتر د فان چاینا افغان شرکت له مسوولينو سره د مولوي عبدالکبير د ليدنې خبر ورکړی. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې یاد شرکت په افغانستان کې د درې سوه پنځوس میلیونو ډالرو د پانګونې ژمنه کړې.
-
د سحرافغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
سرطان 17, 1402 14:57د سحرافغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي