-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله تاجکستان ته تللې
سرطان 31, 1402 15:35د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر وکړی دی چې د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډله تاجکستان ته تللې.
-
کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر پایلې
سرطان 31, 1402 15:31پاکستاني رسنۍ وايي، سره له دې چې د دغه هېواد استازی اصف درانی د پاکستان د طالبانو د تحریک پر ضد د پرېکنده ګام اخیستو په اړه د اسلام اباد د څرګند پیغام غوښتونکی دی خو په کابل کې طالب چارواکو دوی ته له ټي ټي پي سره د خبرو اترو په اړه ویلي دي.
-
معلول ګلاب خو په لغمان کې د معارف ستوری
سرطان 31, 1402 15:24په لغمان کې يو یتيم او معلول ماشوم چې غبرګ لاسونه يې نشته، په پښو لیکل کوي. په خپل ټولګي دویم نمره او د معارف د ستوري جايزه يې هم ګټلې ده. د نوموړي پلار د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو سره د نښتې پرمهال وژل شوی. د کورنۍ غړي يې وايي سره د دې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم د زده کړي پرمهال د ګلاب ګل ملاتړ کوي.
-
پاکستان په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ښه کېدا په موخه همکاري کوي
سرطان 31, 1402 15:20د چارسمبالي حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، پاکستان د افغانستان د لوړو زده کړو د نظام د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
-
په کندهار کې د کوچنیانو د تلسمیا ناروغي ډېره شوې
سرطان 31, 1402 15:15په تېر یوه کال د کندهار میرویس حوزوي روغتون په تلاسیمیا اخته ماشومانو ته دیارلس زره او پنځه سوه یونټه وینه ورکړې ده. ددغه ولایت روغتیايي چارواکي وايي، وروستیو کې په تلاسیمیا د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوي دی.
-
د انارو د اوبو لومړۍ جوپه له هرات څخه امریکا ته ولېږل شوه
سرطان 31, 1402 15:12له هرات ولایت څخه په افغانستان کې د تولیدو شویو د انارو د نوشابو لومړۍ جوپه امریکا ته صادر شوه.
-
په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه اندېښنې
سرطان 31, 1402 15:08د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د داعش د مشرانو د استولو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، که ایران په دې برخه کې معلومات لري، له طالبانو سره دې همکاري وکړي، څو د دغې ډلې پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.
-
د پاکستان د دفاع وزیر: موږ نه پوهېدو چې طالبان زموږ دښمنانو ته پټنځایونه ورکوي
سرطان 31, 1402 15:02د پاکستان د دفاع وزیر ویلي دي چې اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خوښ و او دغې ډلې ته یې مبارکي هم وویله خو په دې نه پوهیدل چې طالبان د پاکستان دښمنانو ته پناه ورکوي.
-
پر امريکا د چارسنبالي حکومت نيوکې
سرطان 31, 1402 14:56د چارسنبالي حکومت د کابل والي امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې پر ملاتړ کولو تورنه کړې ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سرطان 31, 1402 14:35د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي