-
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه
حمل 14, 1402 11:02د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د فریدون او کامران هوتک د غوره توپ اچونې او د نعمان شاه د ښه بېټنګ په مټ د سریلانکا له نولس کلنو کم عمرې لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځینو سيالیو یاد سریز " ۲ـ۰" د افغانستان په ګټه پای ته ورسېد.
-
هلمند؛ د کرکټ ټېپ بال رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 14, 1402 11:01دغه سیالۍ چې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري، د روژې میاشتې له لومړیو راپدېخوا پیل شوې په داوم یې نن درې سیالۍ ترسره شوې.
-
د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱هــ ش کال ورزشي فعالیتونه
حمل 14, 1402 10:59د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱کال کې په دې ولایت کې د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
-
په ننګرهار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 14, 1402 10:57د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزش امر او ورزشي فدراسیونونو پر مسولینو سربېره ورزشکارانو او د ورزش یو شمېر مینوالو ګډون کړی و.
-
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ وشوې
حمل 14, 1402 10:55د خوست ولايت د فوټبال فدراسيون له لوري د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي لوبغالي کې د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
د المپیک ملي کمېټې د مشرولۍ له خوا د فریزبي انتخابي سیالیو ګټونکې لوبډله وستایل شوه
حمل 14, 1402 10:54د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختر نن سهار په خپل کاري دفتر کې د فریزبي فدراسیون رهبري او د انتخابي سیالیو ګټونکي ورزشکاران وستایل او وې هڅول.
-
په نورستان ولایت کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو دوام
حمل 14, 1402 10:52د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په منده ګل کلي کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو په دوام تېره ورځ یوه سیالي ترسره شوه
-
په کندهار کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 11:56په نوموړو سیالیو کې په دریو ګروپونو آزاد جام ناک اوټ سیالۍ، کامران جام فوټبال ګروپي سیالۍ او ښادمن جام د کندهار د آتو منتخبو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي، چې په ترتیب سره پکې ۸۰- ۲۴ او ۸ لوبډلو شاملې دي.
-
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 12, 1402 11:54د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د فوټبال فدراسيون له لوري د لومړي ځل لپاره د شلو لوبډلو ترمنځ په په مرکزي سرپټي میدان کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
-
په خوست کې د واليبال رمضان جام تمريناتي سیالۍ پيل شوې
حمل 12, 1402 11:52د خوست ولايت د صبریو ولسوالۍ په ګلدار کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال د رمضان جام تمریناتي سیالۍ پیل شوې.