-
په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 11:50د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.
-
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت د ۱۴۰۱ل.ل. کال د تېرو پنځو میاشتو ورزشي فعاليتونه
حمل 12, 1402 11:47خوست يو له هغو ولایتونو څخه دی،چې ورزش پکې په پراخه کچه شتون لري او هم په ډېر تعداد د ورزشکارانو او د ورزش مينوالو لرونکی دی. خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په چوکاټ کې اماني ملي لوبغالی لري، چې په مجهز ډول جوړ شوی دی، د دې ترڅنګ ياد آمريت د هاکي، فوټبال او کرکټ اکاډميانې هم لري. په نوموړي ولايت کې د سره صليب په مالي لګښت د باسکېټبال او واليبال لوبو لپاره مجهز ميدان جوړ شوی دی، چې په يادو لوبو کې ترې استفاده کيږي.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 12, 1402 10:46لومړۍ لوبه د عابد اڅکزي او خادم باچا کرکټ لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، عابد اڅکزي لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په لسو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۱۹ منډې هدف کېښود، بل پلو یاد هدف خادم باچا لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
-
په لغمان کې د هنډ بال رمضان جام سیالیو اتلولي د لغمان ستورو لوبډلې خپله کړه
حمل 12, 1402 10:45د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او هنډ بال فدراسیون په ګډه همکارۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ د هنډ بال پیل شوې سیالۍ د لغمان ستورو کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام پرون هم درې سیالۍ ترسره شوې
حمل 12, 1402 10:43لومړۍ لوبه د سټار اڅکزي او ازاد لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، سټار لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو آتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۶۱ منډې هدف کېښود، بل پلو بیا یاد هدف ته ازاد لوبډلې په شپږم اور کې ځان ورساوه او په ۸ ویکټو یې ماتې ورکړه.
-
د خوست په مهدي خېلو سیمه کې د فوټبال رمضان جام شپنۍ سیالۍ پیل شوې
حمل 12, 1402 10:42د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د مهدي خېلو ځوانانو له خوا د هدیرې په میدان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې.
-
د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سریلانکا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووته
حمل 09, 1402 10:55د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سریلانکا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووته.
-
د کرکټ ملي لوبډله پاکستان سره له سیالیو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه
حمل 09, 1402 10:53. د کرکټ ملي لوبډله په شارجه نړیوال لوبغالي کې له پاکستان سره تر سیالیو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه
-
په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 09, 1402 10:50د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پيل شوې.
-
په نورستان کې د غشو ویشتلو سیالۍ پیل شوې
حمل 09, 1402 10:47د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له لوري له یوې اوونۍ راپدېخوا د ۱۶ ټيمونو ترمنځ د غشو ویشتلو سیالۍ پیل شوې دي.