-
په خوست کې د فوټبال زرغون جام سياليو اتلولي سعدي کلب ترلاسه کړه
حوت 22, 1401 11:05د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ترکۍ کلي د فوټبال لیګ، چې لسو کلبونو پکې برخه اخيستې وه د سعدي کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.
-
ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې ۴۰ ورزشکارانو د سوک وهنې سیالۍ ترسره کړې
حوت 22, 1401 11:02د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د څلورو مشرقي ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
-
ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي عبدالرحیمزي لوبډلې وګټله
حوت 22, 1401 11:00د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې چې د لومړي ځل لپاره د اته لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې د عبدالرحیمزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
لښکرګاه؛ د هلمند او کندهار لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسر شوه
حوت 22, 1401 10:56په مرکز لښکرګاه کې د هلمند ولایت هارون پوپل او د کندهار ولایت د کندهار لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې چې د « ۲-۱ » ګولونو په توپیر د هارون پوپل لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
-
په هلمند کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 10:54د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د بدن ښکلا فدراسیون له خوا د ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې.
-
پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 10:52د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د دودیزې ( محلي) غيږنېونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
-
نظر محمد مطمین په غزني ولايت کې دوو ورزشي لوبغالي وکتل
حوت 22, 1401 10:48د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس په غزني ولايت کې له دوو ورزشي لوبغالو څخه ليدنه وکړه .
-
د ننګرهار په پنځمه ناحیه کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 10:47د ننګرهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د کابل ولایت د پنځم زون د "۱۰ "کلپونو ، چې مشري یې استاد خانزاده هوتک کوله، د ننګرهار له سوک وهونکو سره یوه ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې. په دې سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره شوې
-
هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د چاه نجير فوټبال سيالۍ د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حوت 20, 1401 11:52د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د چاه نجير په کوربتوب د فوټبال سيالۍ، چې ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ټېپ بال رسمي ټورنمنټ پیل شو
حوت 20, 1401 11:50د ټېپ بال لومړنی رسمي ټورنمنټ د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري او دافا نیوز په مالي لګښت نن جمعه رسماً د ننګرهار ولایت په وزیر محمد ګل خان لوبغالي کې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.