-
د افغانستان د فوټسال "غوره لیګ" سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حوت 20, 1401 11:48د هیواد د فوټسال دویم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا ۲۲ ورځې وړاندې د لسو لوبډلو په ګډون پلازمېنې کابل کې د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې پیل شوې وې د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
کندهار؛ د غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي د بیارغونې چارې جریان لري
حوت 20, 1401 11:46په کندهار کې د غازي محمد ایوب خان لوبغالی چې ډېر خلک يې په باغ عمومي پېژني د بیارغونې چارې یې روانې دي، چې ژر به د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي.
-
لوګر؛ پل علم کې د والیبال سیالیو اتلولي استقلال کلنګار لوبډلې وګټله
حوت 20, 1401 11:45د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د حاجي ګلون په سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
ننګرهار؛ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو
حوت 20, 1401 11:43د ننګرهار ولايت د بدني روزني او ورزش ریاست او د والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي زاخيلو کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
-
د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې لوبغاړي قطر ته روان شول
حوت 20, 1401 11:41د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې لوبغاړي د سنوکر په ٣٧ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول
-
په سمنګان ولایت کې د دريو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
حوت 20, 1401 11:38په سمنګانو ولایت کې د نوي حبیب، عظیمي او عبدالاحد رحماني کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
-
په هرات کې د پنځه لوبډلو ترمنځ د هاکي منتخبې لوبډلې ټاکنیزي سیالۍ پیل شوې
حوت 20, 1401 11:35په هرات ولایت کې هاکي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هرات د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکارۍ د هاکي فدراسیون له خوا د پنځو لوبډلو ترمنځ په استقلال ورزشي جمنازیوم کې دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
-
پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
حوت 20, 1401 11:33د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت، د والیبال فدراسیون او د قمرالدین کلا او کوټوالو ځوانانو له خوا د قمرالدین کلا د والیبال په ورزشي لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
-
د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
حوت 20, 1401 11:31د بادغېس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او غېږنيونې فدراسيون په همغږۍ د ۱۰ نامتو غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
-
په بلخ کې د وزلوبې په زړه پوریو سياليو دوام
حوت 20, 1401 11:29د بلخ ولايت د وزلوبې سياليو په دوام تمعه وه، چې د سمنګان او فارياب ولايت لوبډلې له يو بل سره سيالۍ ته ښکته شي؛ خو د سمنګان ولايت لوبډلې د نه حاضرېدو په صورت کې فارياب لوبډلې درې امتيازه ترلاسه کړل.