-
په غزني کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کونګفو سیالۍ ترسره شوې
حوت 24, 1401 08:37د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او کونګفو فدراسیون په ګډه همکارۍ د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کونګفو سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره ترسره کړې.
-
په کندز کې د فوټسال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې
حوت 24, 1401 08:35د کندز ولایت د ورزش ریاست او فوټسال فدراسیون له لوري د کندز، تخار او بغلان د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ او د پیروزي لوبډلو په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
-
د بغلان او سرپل لوبډلو د وزلوبې ټورنمنټ پایلوبې ته لار ومونده
حوت 24, 1401 08:33په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام نن دوشنبه د څلورو لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې دوه سیالۍ ترسره شوې، چې ورسره د پایلوبې لوبډلې هم معلومې شوې.
-
فاریاب؛ د نوري ښوونیز مرکز لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه
حوت 24, 1401 08:31د فاریاب ولایت د والیبال فدراسیون او ورزش آمریت له لوري په ایماق جمنازیوم کې هغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په نهمه نېټه پیل شوې وې، د کب پر ۱۹ نېټې د نوري ښوونیز مرکز لوبډلې په لومړي او د جوانان بتاش لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
-
پکتیکا؛ بکخېلو ولسوالۍ کې د نېزه بازۍ سیالي یحی خېلو لوبډلې وګټله
حوت 24, 1401 08:29د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د بکخېلو ځوانانو له خوا د ۶ لوبډلو ترمنځ د نېزه بازۍ سیالۍ ترسره شوې، چې د بکخېلو په بریا پای ته ورسېدې.
-
د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
حوت 24, 1401 08:28په کندهار کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د کندهار فوټبال فدراسیون له لوري د څلورو پياوړو لوبډلو ترمنځ د شپږ ورځو لپاره پیل شوې.
-
خوست کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالیو پایلوبه مټه چینې وګټله
حوت 24, 1401 08:26د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې د مټې چینې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ځوانانو باشګاهي فوټبال سياليو اتلولي قيس غني لوبډلې وګټله
حوت 24, 1401 08:24د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لوري د فوټبال د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د قيس غني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
بلخ؛ د وزلوبې ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار ومونده
حوت 24, 1401 08:22په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام نن یکشنبه د اتو غوره لوبډلو ترمنځ څلور سیالۍ ترسره شوې، چې په دې سره نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار پیدا کړه.
-
کندز؛ د علي اباد ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې وګټله
حوت 22, 1401 07:41د کندز ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدي.