• په جمله کې د کلمو ځای | اسدالله غضنفر

    په جمله کې د کلمو ځای | اسدالله غضنفر

    دلو 19, 1401 11:37

    د جملې هغه برخه چې د هغې په اړه څه ویل غواړو، مسند الیه او د مسندالیه په اړه شوې خبره مسند بلل کېږي. په لومړي مثال کې (احمد) مسندالیه دی چې د ده په اړه زما د لیدلو خبره شوې ده، نو (ولید) مسند شو. دغه مسند الیه جزییات هم لري (په ګردېز کې اوسي او هلته دوکان لري) او دغو جزییاتو د مسند الیه (احمد) او مسند (ولید) تر منځ فاصله پیدا کړې ده خو په دویم مثال کې چې دغسې فاصله نشته، لوستونکي ته د مطلب اخیستل لا اسانه شي.

  • خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

    خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

    دلو 19, 1401 11:31

    سپوږمۍ وه، سړي منډې وهلې…ساه يې لنډه لنډه کېده، يو ځای ولوېد، بېرته پورته شو، پښې يې بېسېکه وې، پر وچو پاڼو وخوت، زړه يې ولړزېد، شا ته يې وکتل، پر اوږه کې يې نری درد تېر شو، لاس يې ورووړ، ګوتې يې په وينو لندې شوې، څو ګړندي ګامونه يې واخيستل، پښه يې د دوو تيږو تر منځ بنده شوه، پړمخي پرېووت، له خولې يې لاړې وبهېدې، د ولاړېدو سېکه يې نه ليده، يوې ټيټې ونې ته ور وښوېد، د ونې تنې ته يې څنګ ولګاوه، غوږونه يې څک کړل، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې….

  • د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

    د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

    دلو 19, 1401 11:28

    ادبیات او ارواپوهنه داسې اړیکې یا ګډ پیوندونه لري، چې بېلول یې ستونزمن دي، نو په دې اساس د ادبیاتو په ایجاد کې ارواپوهنه ځانګړې ونډه لري. د ادبیاتو په تدریسي اثارو کې دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې، د ادبیاتو او ارواپوهنې په اړیکو هم ځانګړې کرښې نه دې ویستل شوې او محصلان هم په اسانه توګه نه شي کولای د دواړو د اړیکو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

  • د دربار له بزم‍، د محل تر رسمه!| بشیر احمد سائل

    د دربار له بزم‍، د محل تر رسمه!| بشیر احمد سائل

    دلو 19, 1401 11:25

    زمانې د خپلو پېرزوینو په لړ کې زمونږ پر پښتو ژبې دا لورینه کړې، چې په دې سپېڅلې ژبه کې یې د ولسي ادب برخه دومره غښتلې کړې ده، چې د نړۍ هېڅ ژبه د پښتو فلکلوریک ادب معادله نه شي کېدای او یوه خاصه لورینه یې د ټپو برخه ده چې پښتو یې خپلو همزولو کې یکه تازه کړې ده.

  • ګړدود، اکسنټ او  ورایت / پېژندنه- تفکیک او کارونه

    ګړدود، اکسنټ او ورایت / پېژندنه- تفکیک او کارونه

    دلو 17, 1401 11:45

    Dialect, Idiolect, Accent and Variety لیکوال: سیلانی کله چې د پښتو ژبې ګرامر او ژبپوهنې اړوند اثارو ته سر ورښکاره کړو، دېر داسې اصطلاحات، نومونې، برخې او ډلبندۍ شته چې لا تر اوسه نۀ دي کره شوي، کۀ څۀ نا څۀ کار هم پرې شوی وي، نو پۀ بېلابېلو بڼو، ډولونو او جلاجلا نومونو شوي دي، لۀ هغې ډلې څخه دغه Dialect, Idiolect, Accent and Variety اصطلاحات یادولی شو. دلته غواړم یو څۀ خبرې پرې وکړم او ستاسو نظریات، تنقید او وړاندیزونو ته هم سترګې پۀ لار یم.

  •    له مکې تر مد ینې / استاد شهسوار سنګروال

    له مکې تر مد ینې / استاد شهسوار سنګروال

    دلو 17, 1401 11:38

    د کرونا د ناروغې له امله د یوشمېرتاریخي اومذهبي ځا یونولیدل ستونزمن شوی دي،نوځکه چې مدینې ته ورسېدو،دتیلیفون په لیکه مو دا وړتیا اواسانتیا ترلاسه کړه،چې دما ښام له لما نځه وروسته دنبوي جومات هغې څنډې ته ځانونه ورسوو،چې هلته به یې په لومړي سرکې له اصحابوسره یوځاې لمونځ کاوو…

  • مرحوم مولوي خالص څوک و؟

    مرحوم مولوي خالص څوک و؟

    دلو 15, 1401 12:26

    مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص (بابا) د مولوي عبدالاکبر زوی، او د ملاعبدالکريم لمسی دی، چي په ۱۲۹۸ هجري شمسي کال کې چې د ۱۹۱۹ميلادي کال سره سمون خوري د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د ګندمک سيمې په قاضيانو کلي کې په يوه متدينه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

  • پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې ورزشي میله ترسره شوه.

    پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې ورزشي میله ترسره شوه.

    دلو 15, 1401 12:23

    پرون د خوست په صبریو ولسوالۍ کې ورزشي میله ترسره شوه. په دې میله کې ډول ډول لوبې ترسره شوې.

  • د خوشال خان کور | دوکتور لعل پاچا ازمون

    د خوشال خان کور | دوکتور لعل پاچا ازمون

    دلو 15, 1401 12:04

    د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم پېړۍ وړاندې د کاروانونو پر لاره چې لرو لرو ځمکو ته یې تګ راتګ کاوه، د لنډي سیند په غاړه یو سرای اباد شو، ملک اکوړي پکې د خپلې شملې ولونه تازه کړل او دلته یې ستړو لارویانو ته دمه ځای جوړ کړ. دا ځای د ملک اکوړي په نامه شو.

  • پپښتو ضمیرونه | استاد اجمل ښـکلی

    پپښتو ضمیرونه | استاد اجمل ښـکلی

    دلو 15, 1401 11:33

    نومځرى يا ضمير د نوم ځايناستى وي او د نوم د تکرار مخه نيسي، ځکه چې تکرار په کلام کې بېخوندي پيدا کوي.