دلو 15, 1401 12:26 Asia/Kabul
  • مرحوم مولوي خالص څوک و؟

مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص (بابا) د مولوي عبدالاکبر زوی، او د ملاعبدالکريم لمسی دی، چي په ۱۲۹۸ هجري شمسي کال کې چې د ۱۹۱۹ميلادي کال سره سمون خوري د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د ګندمک سيمې په قاضيانو کلي کې په يوه متدينه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

(د ولسواليو تر وېش وروسته په اداري تشکيلاتو کې ګندمک د شيرزاد ولسوالۍ اړوند سيمه ده)نوموړی د خوږياڼو د يو ستر قوم خربوني کې په قوم ابراهيم خيل او په ابراهيم خيلو کې نبي خيل و.د هغه پلار يو ديني عالم او په خپل وخت کې په جلال اباد کې د افتاء دنده پر مخ وړله، مولوي خالص خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل عالم پلار څخه پيل کړي. په ورته وخت کې يې د ننګرهار له بيلا بيلو علماوو څخه لومړنۍ ديني زده کړې، ليک، حساب، او معاصر فنون ولوستل.په څوارلس کلنۍ کې له خپل مشر ورور مرحوم مولوي محمد يوسف سره د ديني علم په نيت بستره په شا او د هندوستان مشهورې مدرسې دار العلوم ديوبند ته د درسونو د تکميل په موخه ولاړل، هلته له څه مودې تېرورولو وروسته د هندوستان سرحدي سيمې (پېښور) ته راستانه شول، او دلته يې له بيلا بيلو عالمانو ديني درسونه پيل کړل.مرحوم مولوي صاحب د عمر په اتلس کلنۍ کې قرأن کريم حفظ کړ، نوموړی د لوړو ديني زده کړو لپاره د عمر په اتلس کلنۍ کې د هندوستان مشهورې مدرسې دار العلوم ديوبند ته ولاړ، او په هغه مدرسه کې يې درسونه پيل کړل.مرحوم مولوي صاحب د يو ديني عالم په توګه چې د حديثو لوی لوي کتابونه لکه صحاح سته، اصول الفقه، فقه، تفسير، منطق او فلسفه، معاني، بديع او بيان، عروض او قوافي، ادب، سيرت، صرف، او نحوې، فنون او علوم يې پای ته رسولي وو، د حديثو لويه دوره يې له مولوي عبدالحق سره تر سره کړه، په ۱۹۳۹ ميلادي کې هيواد ته راستون شو.مرحوم مولوي صاحب په ۱۳۲۸هجري شمسي کال کې د کابل په دار القضاء کې د قاضيانو د روزنې لپاره د معلم په توګه وټاکل شو، او يو کال وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د تربيه افکار ادارې د مدير مرحوم محمد شاه رشاد په ځانګړې غوښتنه په تربيه افکار کې په رسمي دنده پيل وکړ.له همدې ځايه مرحوم خالص بابا په شعر ويلو، او ديني، علمي، ادبي، او ټولنيزو مقالو ليکلو پيل وکړ، په بيلا بيلو مجلو، اخبارونو او پنځلس ورځنيو نشريو کې به يې ليکنې او شعرونه خپرېدل، او تر څنګ يې اوه کاله له کابل راډيو څخه د قرأن کريم تفسير نشراوه.هغه په دې دوره کې د کابل په عربي دار العلوم کې د مدرس په توګه، په تربيه افکار کې د کارمند، د پيام حق مجلې د مسئول مدير په توګه، او په ګرديز کې د وړانګه مجلې د مسئول مدير په توګه دندې تر سره کړې.مولوي صاحب په کابل کې تر يوولس کاله کار کولو وروسته تقاعد او په لومړي ځل يې په خپله سيمه خوږياڼو کې په کال ۱۳۳۷ هجري شمسي کال کې د (حزب التوابين) په نوم يو ټولنيز ګوند تاسيس کړ، چې په اعضاوو يې حق العضويت ورکاوه، او په سيمه کې يې له خلکو سره مرستې کولې، زده کوونکو ته يې کتابونه اخستل، د ښوونځيو له زده کوونکو، ملکانو، قومي مشرانو، او ځوانانو سره يې منظمې غونډې درلودلې، چې د منهاج الدين ګهيځ، او ميا عبدالهادي هدايت په څېر د وخت وتلې څيرو هم دې ګوند ته په درنده کتل او غړيتوب يې درلود.نوموړی په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال کې د حج متبرک سفر درلود، او شپږ مياشتې وروسته هيواد ته راستون شو، وروسته مولوي صاحب د کابل د بيهقي نشراتو په اداره کې په دنده پيل وکړ، اوله دې ځايه يې خپلو سياسي او ټولنيزو هلو ځلو ته دوام ورکړ، دا هغه وخت و، چې په کابل کې د ګوندونو سلسله پيل شوې وه، خو په هيواد کې حالات بدل شوي وو، په ۱۳۵۲هجري شمسي کال کې سردار داود خان د وخت حکومت چپه او واکمني يې په لاس کې واخسته، وروسته له هغي د مولوي صاحب خالص د نيولو هڅې پيل شوې، چې بالاخره هغه په ۱۳۵۴هجري شمسي کال کې پاکستان ته مهاجر شو.نوموړي په ۱۳۵۷هجري شمسي کال کې عملاً په نظامي مبارزه او جهاد پيل وکړ، په ۱۳۵۸ هجري شمسي کال کې يې د اسلامي حزب په نوم جهادي ګوند تاسيس کړ، همدا کال يې د سپين غره په توره بوړه کې د مشهور جهادي مرکز بنسټ کېښود، چې په ډېر کم وخت کې دې ګوند په مرکز کابل، د هيواد په ختيځ، جنوب ختيځ، جنوب، لويديځ او شمال کې پياوړي غړي او جهادي قوماندان پيدا او د شورويانو پر ضد يې د مقدس جهاد رهبري پيل کړه.هغه چې د جهاد له پيله سپين ږيری و، خو د بهرني يرغل په وړاندې جګېدو، او ولسونو د (بابا) لقب ورکړ.په داسې حال کې چې د جهاد او هجرت پر مهال د مجاهدينو د ګوندونو تر منځ اتحادونه کېدل، عبوري حکومتونه جوړېدل، مولوي صاحب هم په دې ترتيب کې په نوبتي ډول د مشرۍ وياندۍ، او نورې دندې تر سره کړي دي.کله چې په ۱۳۶۶هجري شمسي کال کې خالص بابا د مجاهدينو د اتحاد اسلامي افغانستان د رئيس په توګه دنده تر سره کوله، د مجاهدينو د اتحاد د مشر په حيث يې د مجاهدينو د هغه پلاوي مشري هم کوله چې د امريکا متحده ايالاتو ته په رسمي سفر تللی و، هماغلته و چې په سپينه ماڼۍ کې يې د امريکا ولسمشر روناډ ريګن ته د اسلام منلو بلنه ورکړه، او خپله ديني وجيبه يې اداء کړه.

لوی خوږياڼي

تگ