-
افغان کرکټ لوبډلې د دوه وېکټو په توپيربنګله دېش ته لوبه وبایلله
سرطان 24, 1402 21:03د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالي د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې بنګله دېش په بريا سره پای ته ورسېده.
-
د امریکا په متحده ایالتونو کې د وسله والو بریدونو د پام وړ شمېرې
سرطان 24, 1402 20:59د نارت ایسټرن یا شمال ختیځ پوهنتون یوه څېړنیز راپور ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر یو سل او څلوېښتو ډېر کسان د ډزو په پېښو کې وژل شوي دي. د شته معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په امریکا کې د ډزو درې سوه اوه اویا پېښې ثبت شوې دي. دا هغه لوړه شمیره ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر د نویو قوانیو د وضع کولو غوښتنه کړې چې له مخې یې وسلو ته د خلکو لاسرسی کم شي.
-
پاکستان ته د توکو او مالونو د قاچاق ډېرېدل
سرطان 24, 1402 20:54باختر دولتي خبري آژانس په هلمند ولايت کې د قاچاق وړونکو اوسپنې د يوې ډيپو د موندنې خبر ورکړی.
-
په ننګرهار کې د پنېر د تولید ډېرېدل
سرطان 24, 1402 20:51ننګرهار کې د ښيوې مشهور پنېر تولید ډېر او بازار يې د پخوا پرتله ښه شوی دی. دغلته پنېر پلورونکي وايي، د ښېوې ولسوالۍ تر نيمايي ډېرې کورنۍ د مالدارۍ او پنېر پلورنې پر کاروبار بوختې دي.
-
په ایران کې د افغانانو پانګونه، ایراني چارواکو د دغې پانګونې کچه ۱۵۰ میلیونه ډالره اعلان کړې
سرطان 24, 1402 20:47د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانانو په ایران کې څه باندې یو سل او پنځوس میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
-
د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د څو کلیو د سړک جوړېدل
سرطان 24, 1402 20:33د کندهار د شاولیکوټ په لیري پرتې سیمې پرتې سیمي کې د یوه سړک د رغولو چارې پيل شوې چې ۲۶ کلي سره نښلوي.مسوولین وایي، دغه سړک چې ۳۴ کیلومتره دی او له جوړېدو سره به یې د دغه کلیو د اوسېدونکو روغتیايي او ګڼې نورې ستونزې هواري شي.
-
د کرنې او مالدارۍ وزارت : په نږدې راتلونکي کې به د کرنې په برخه کې په ځان بسیا شو
سرطان 24, 1402 20:29د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسنبالی وايي، چې ډېر ژر به افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.
-
په افغانستان کې د جماعت الاحرار د یوه غړي وژل کېدل
سرطان 24, 1402 20:24په ورته وخت کې پاکستانيو رسنیو نن سهار په افغانستان کې د جماعت الاحرار د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی.
-
د پاکستان د پوځ د دغه هېواد په بریدونو کې د افغانانو د احتمالي لاس لرلو په اړه نیوکه کړې
سرطان 24, 1402 20:19د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت وروسته دا ځل د دغه هېواد پوځ هم یوه اعلامیه خپره کړې او په پاکستان کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه اندېښنه څرګندنه کړې ده. دا اندېښنې وروسته ترهغې راپورته کېږي چې په بلوچستان ایالت کې د وسله والو بریدګرو په برید کې دولس پاکستاني پوځیان ووژل شول.
-
د کابل - کندهار د لویې لارې د یوې برخې د جوړېدو د چارو پيلېدل
سرطان 24, 1402 20:13د کابل – کندهار د لويې لارې د يوې برخې د پخولو پروژه نن د چارسمبالي حکومت د اقتصاد وزارت د مرستيال په شتون کې پرانيستل شوه.