سرطان 21, 1402 18:39
د چارسمبالي حکومت د ویاند مرستیال د پاکستان د ځانګړي استازي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان به د هيڅ تيري په وړاندې چوپ پاتې نه شي. د پاکستان ځانګړي استازي ویلي وو چې امریکا د ملګرو ملتونو د هوکړو له مخې د پاکستان فضايي حریم په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو له پاره کاروي او د افغانستان حکومت باید له دوی سر ونه ټکوي.