-
بنګله دېش له افغان لوبډلې د ۶ وېکټو په توپير دوه یمه لوبه هم وګټله
سرطان 26, 1402 19:30د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په دوه یمه لوبه کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه.
-
د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره د مخ وګړیو شمېر ۱۵،۳ میلیونو ته راټیټ شوی
سرطان 26, 1402 19:21د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ وو له شلو میلیونو څخه پنځلس اعشاریه درې میلیونو ته راټیټ شوی دی. دغې ادارې ویلي دي چې د احصایې دغه کمښت له دغه سازمان سره د تړلیو همکارانو د پرله پسې مرستو او په افغانستان کې د بشري مرستو د پراخیدو په پایله کې رامنځته شوی دی.
-
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي سره د کاظمي قمي لیدنه
سرطان 26, 1402 19:16د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره لیدلي.
-
په ننګرهار کې د مرمرو د فابريکو خاوندان وايي په معدنونو کې لوړې مالیې مو په کار ناوړه اغېزه کړې
سرطان 26, 1402 19:03په ننګرهار کې د مرمرو فابريکو لرونکي وايي چې له پاکستان څخه د مرمرو واردېدل، په معدنونو کې لوړه ماليه او د ساختماني پروژو د کارونو کمېدلو د دوی روزګار خراب کړی. دوی له حکومته غواړي چې ددوي د ستونزو د حل لپاره دې کار وکړي.
-
په کابل کې په ماینونو ککړې ۳۶ سیمې له ماینونو پاکيږي
سرطان 26, 1402 18:57پېښو ته د رسېدو وزارت د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ ادارې له مدیر سره په کتنه کې د کابل ښار له جګړې څخه د پاتې په ماینونو د ککړو شپږ دېرش سیمو د پاکولو په اړه خبر ورکړی چې د جګړې له مهاله راپاتې دي.
-
د پاکستان د دفاع وزیر: پاکستان به د افغان طالبانو له همکارۍ پرته هم ترهګرې ډلې له منځه یوسي
سرطان 26, 1402 18:52د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په اړه د ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې هېواد به یې د افغان طالبانو له همکارۍ پرته هم په پاکستان کې د ترهګرۍ ریښې له منځه یوسي.
-
د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی
سرطان 26, 1402 18:48د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر د افغانستان د افغان ترانس د اوسپنې پټلۍ د تخنیکي کتنې په موخه د دې ادارې له یوه پلاوي سره پاکستان ته سفر کړی دی.
-
د چنګاښ ۲۶مه؛ د افغانستان د اوسني تاریخ یوه نوې پاڼه
سرطان 26, 1402 18:44له نن څخه پنځوس کاله وړاندې د چنګاښ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د افغانستان د هغه وخت د پاچا محمد ظاهر د تره زوی محمد داوود خان د افغان پوځ د څو ځوانو افسرانو په ملتیا د افغانستان شاهي رژیم نسکور کړ او په افغانستان کې یې لومړنی جمهوریت رامنځته کړ.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سرطان 26, 1402 18:39د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 24, 1402 21:06د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه