-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 30, 1402 11:13د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په سوډان کې د ۳ ورځنې جګړې په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي
حمل 30, 1402 11:04په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي چې په دغه هېواد کې د ۳ ورځنې جګړې په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي او نږدې اته لس سوه تنه ټپیان دي.
-
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر برازیل ته تللی
حمل 30, 1402 11:01د روسيې د بهرنیو چارو وزیر برازیل ته تللی او وایي چې روسیه ژر تر ژره د اوکراین د جګړې د سوله ییز حل ته لېواله ده.
-
په کابل کې د پاکستان سفیر له ۴ میاشتني ځنډ وروسته بېرته کابل ته راغی
حمل 30, 1402 10:55په افغانستان کې د پاکستان سفیر له یوه وسله وال برید وروسته تللی و او اوس له څلور میاشتني ځنډ وروسته بېرته کابل ته راغی.
-
د برېښنايي تذکرو د بيې له ډېرېدو خلک سر ټکوي
حمل 30, 1402 10:48عام خلک وايي چې د برېښنايي پېژنپاڼې په وړاندې ټاکل شوې پيسې ډېرې دي او طالبان باید د خلکو اقتصاد په پام کې ونیسي.
-
د اختر په شپو ورځو کې هيڅوک د هوايي ډزو حق نه لري
حمل 30, 1402 10:42د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دوی د ځواکونو په ګډون هيڅوک د اختر په شپو ورځو کې د ډزو حق نه لري.
-
تر ۲۰۰۵ د ټيټ ماډل موټر به نه راواردیږي
حمل 30, 1402 10:38د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې تر دې وروسته به د ۲۰۰۵ د ټيټ ماډل موټرونو واردولو ته اجازه نه ورکوي.
-
په تخار ولایت کې د یوه کان د نړېدو له امله ۳ کاریګر مړه شوي
حمل 30, 1402 10:35طالب چارواکي وايي چې وړمه ورځ په تخار ولایت کې د طلاوو د یوه کان د نړېدو له امله ۳ کاریګر مړه شوي.
-
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په فرمان لسګونه بندیان خوشې شول
حمل 30, 1402 10:30دغه بندیان د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د فراه له بندخونې را خوشې شوي دي.
-
ملا برادر په غرب سختې نیوکې کړې دي
حمل 30, 1402 10:25ملا برادر په کابل کې د یوه سوداګريز مرکز د پرانېستې پر مهال پر غرب سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي چې د افغانستان د اقتصادي ناتوانۍ اصلي لامل لویديځ دی.