د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه ویاند: محمد حامد حقمل
په خوست کې د رمضان جام سیالۍ روانې دي چې په ترڅ کې يې افضلي لوبډلې د شېرزاد لوبډلې ته د ۴۹ منډو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
د امریکا مرکزي قومنداني وايي چې ۲۳ امریکايي عسکرو ته په سوریه کې مغزي ستونزې پيدا شوي. امریکا په سوریه کې اته ویشت ښکاره اډې لري.
د سوډان د تاوتریخوالي او شخړو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د مزارشریف ښار د خبریالانو څلورلاری د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل ولایت د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ هکتاره ځمکه غنمل کرل شوي دي او حاصل به يې هم ډېر وي.
د پلازمېنې کابل عام خلک د بې روزګارۍ له امله سرټکوي او وايي چې کوچنی اختر نږدې شو او د کار و بار درک يې نشته دی.
د ملي پراختیا شرکت وايي چې په ۱۴۰۲ کال کې به تر اویا ډېرې نیمګړې پروژې بشپړې شي.
ملا برادر سوداګرو او پانګوالو ته په یوه غونډه کې ویلي چې ډېر ژر به سترې پروژې پيل شي او پانګوال دې هم په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي