مجاهد د روسيې د دفاع وزیر د وینا په غبرګون کې ویلي دي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هم ګواښ نه دی متوجه شوی.
د زابل د اقتصاد رییس وايي چې تېرکال د بېلابېلو ادارو له لارې ۷۵ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د عراق له ولسمشر سره په خبرو کې ویلي دي چې د عراق خپلواکي ایران له پاره خورا مهمه ده او دوه اړخیزې همکارۍ هم د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
په ننګرهار کې د (راشئ ولولئ) په نوم عامه کتابتون ته د لوستونکو ورتګ ډېر شوی. لوستونکي د دغه کتابتون د شاوخوا چاپېریال څخه هم خوښ دي او وايي چې دغه کتابتون د پایلیکونو، مقالو په لیکلو او لوست کې ډېره مرسته ورسره کوي.
د طالبانو سرپرست حکومت خبر ورکړی چې د کراچۍ له بندخونو تر پنځوسو ډېر بندیان راخوشې شوي دي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
په ننګرهار کې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ د ګڼو خلکو له خوا ولمانځل شوه.
په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې طالب چارواکو ته د ګډون له پاره بلنلیک نه دی استول شوی
په کندهار کې توتان اوس د ښه عاید سرچینه بلل کيږي ځکه ښه پاخه شوي او د خوند له اړخه هم وتلی نوم لري.