د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې بیت الحم ته نږدې په یوه کلي کې د صهیونستي پوځیانو له لوري یو شپاړس کلن ځوان شهید کړی شوی دی.
ملګري ملتونه وايي چې چاد ته د سوډان له جګړې څخه ۲۰ زره کسان تښتېدلي دي. په سوډان کې جګړه لا هم روانه ده.
د امنیت شورا پرېکړه لیک ته د طالبانو سرپرست حکومت غبرګون او ویلي يې دي چې د افغانستان کورنیو او داخلي چارو ته دې درناوی وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیروت ته د خپل سفر په لړ کې د حزب الله له مشر حسن نصرالله سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
ټاکل شوې چې د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت یوه څلور لارې جوړه شي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د لیست او خبر له مخې افغانستان له اقلیم څخه د اغېمنو هېوادونو درېيم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه ویاند: حامد حقمل
د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی دی چې د کوېټ عبدالله المطهری به د افغانستان د فوټبال نوی روزونکی شي.
د ساینسپوهانو په وینا د افغانستان په ګډون په ځینو نورو هېوادنو کې به سږ کال د تودوخې څپه خورا توده وي.