په هلمند کې چارواکي وايي چې دلته امنیت ښه دی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ډاډه زړه هلمند ته راشي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه دنده پیل کړه.
دصهیونیتيټ رژیم سرچینو تائید کړې ده چې نن سهار له غزې څخه د نیواک شویو سیمو په لور تراویاو زیات توغندی ورتوغول شول .
د پاکستان پوځ په میرانشاه کې د دغه هېواد د تحریک طالبان د اوو غړو د نیولو ادعا کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر یو ساعت وړاندې د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید چې دا په څوارلس سوه دوه یم کال کې د سید ابراهیم رئیسي لومړنی بهرنی بلل شوی دی.
د تېلو له ټېټ کیفیت څخه د هلمند د خلکو شکایت، چارواکي وايي چې د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې کوي.
د سه شنبې په ورځ د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د څښاک د اوبو د رسولو په برخه کې یې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
په بامیان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه ولایت په جلال غونډۍ سیمه کې به د غارونو اوسیدونکو لپاره د استوګنې یوه سیمه جوړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معینې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو لپاره پر یوه معتبره بهیر ټینګار کوي.